د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چارشنبې په ورځ د روسيې سنټ پيترزبورګ ښار ته ورسيد او هغه به د پنجشنبې او جعمې په ورځو کې د شلو هېوادونو په اتمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.
پرمختګ او استخدام د نوموړې سرمشريزې غونډې اصلي موضوع ده چې ګډونکوونکي به د نړيوالو اقتصادي او پولي چارو، پانګونې، سوداګرۍ، پرمختګ او د مروجو پيسو د اصلاح په اړه بحث وکړي. شي جين پينګ به د غونډې په موده کې د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين، د امريکا له ولسمشر باراک اوباما او د ځينو نړيوالو سازمانونو له مسئولينو سره وګوري او هغه به د بريکس هېوادونو د مشرانو په غير رسمي غونډه کې هم ګډون ولري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |