CRI Online

د شلو هېوادونو له اتمې سرمشريزې غونډې مخکې د چين د ماليې وزارت مرستيال له خبريالانو سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2013-09-05 16:28:55

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اټکل کېږي چې د شلو هېوادونو اتمه سرمشريزه غونډه به د پنجشبنې په ورځ له غرمې وروسته د روسيې په ساينټ پيتربورګ کې تر سره شي. له دې سرمشريزې غونډې څخه مخکې، د چين د ماليې وزارت مرستيال جو ګوانګ ياو له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې چين به لومړی خپلې اقتصادي ستونزې ليری کړي چې د نړيوال اقتصاد لپاره يو مهم خدمت بلل کېږي.

د سږني سرمشريزې غونډې عنوان د اقتصادي پرمختګ هڅول او د کار او استخدام لپاره زيات ځايونه برابرول دي. د چين د ماليی وزارت مرستيال جو ګوانګ ياو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې نړيوال اقتصاد له ډېرو ناثابتو عواملو سره مخامخ دی، نو اوس د شلو هېوادونو سرمشريزه غونډه ستر اهميت لري.

(( د امريکا د متحد ايالتونو د فيډرالي بانک اعلان وکړ چې ګام په ګام به له تنګې پولي تګلارې څخه ووځي چې پر نړيوالو پولي بازارونو يې منفي اغېزې کړې دي. اوس ځينی نوی اقتصادي بازارونه له پولي ستونزو سره مخامخ دي. ))

ښاغلي جو ګوانګ ياو دې ته اشاره وکړه چې اوس امريکا به ښايي له تنګې پولي اقتصادي تګلارو څخه ووځي، اروپايي ټولنه د پورونو بحران له سيوري څخه نه ده وتلې او نوی اقتصادي بازارونه هم له پولي ستونزو سره مخامخ دي. نو په اوسنی حال کې چين څرګند دريځ لري چې بايد لومړی خپلې ستونزې ليري کړي.

(( موږ بايد لومړی خپلې ستونزې ليرې کړو چې د چين د اقتصادي جوړښت اصلاحاتو ته دوام ور کړو، د اقتصادي پرمختګ کيفيت دې لوړ کړو او د اقتصادي پرمختګ د زياتوالی سرعت بايد ښه کنټرول کړو. ))

ښاغلي جو ګوانګ ياو دې ته اشاره وکړه چې چين به د يادو ستونزو د ليری کولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. برسيره پر دې، چين په دې پوره باور لري چې د ٢٠١٣ کال د اقتصادي پرمختګ د زياتوالی سرعت به اوه اعشاريه پنځه سلنې ته ورسيږي. هغه وويل چې د شلو هېوادونو د خبرو اترو چوکاټ د اقتصادي پرمختګ د دريځ د سلامشورې په هکله د پرمختللو او نويو اقتصادي بازارونو تر منځ يو مهم ډګر بلل کېږي. د بريکس سازمان غړي هېوادونه به له يادې سرمشريزې غونډې مخکې يوه لنډه غونډه جوړه کړي چې د مهمو سياسي موضوعاتو او د خپلمنځيو لايحو د همکاری په هکله به بحثونه وکړي. جو ګوانګ ياو وويل دغه لنډه غونډه به د شلو هېوادونو په لايحه کې د نويو اقتصادي بازارونو د اغېزې د لوړولو لپاره ګټوره وي.

د سږني سرمشريزې غونډې په وخت کې د چين پلاوي يو ځانګړی مطبوعاتي مرکز جوړ کړی چې پراخوالی يې څلور مترو مربعو ته رسيږي. د دې مطبوعاتي مرکز عمده موخه دا ده چې په وختي توګه کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو ته د دې سرمشريزې غونډې په هکله مالومات او د مهمو نړيوالو موضوعاتو په هکله د چين دريځونه وړاندې کړي. د چين د بهرنيو چارو د اطلاغاتو ادارې مرستيال وو پنګ خبريالانو ته وويل د چين مطبوعاتي مرکز له روسيې وروسته دوهم لوی مطبوعاتي مرکز دی او له دې څخه څرګندېږی چې د شلو هېوادونو په چوکاټ کې د چين اغېزې مخ په پراخېدو دي. هغه وويل

((موږ غواړو کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته د دې سرمشريزې غونډې په هکله نور زيات مالومات وړاندې کړو او په همدې وخت کې د چين دريځونه او تګلارې هم نړيوالو ته څرګندې کړو. نو زموږ مطبوعاتي مرکز څو خبري ناستې هم ترتيب کړي دي. هيله لرو چې له دې لارې نړيوالې ټولنې ته د چين په هکله مالومات په ښه توګه وروپېژنو. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای