CRI Online

شي جين پينګ له ترکمنستان څخه خپله ليدنه پای ته ورسوله او د شلو هيوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره سانت پيترزبورګ ته وخوځيد

cri     (GMT+08:00) 2013-09-05 17:46:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ٤ مه نېټه له ترکمنستان څخه رسمي ليدنه پای ته ورسوله او د روسيې سانت پيترزبورګ په لور وخوځيد او هلته به له ٥ مې نېټې څخه تر ٦ مې نېټې پورې د شلو هيوادونو په اتمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

ترکمنستان له منځنی اسيا څخه د ريس شي جين پينګ د روان سفر لومړی تم ځای و.

ريس شي جين پينګ په ٣ مه نېټه عشق اباد ته له رسيدو وروسته د ترکمنستان له ولسمشر ګربانګولي برديمهمدوف سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او ترکمنستان ترمنځ د اړيکو پرمختګ لوړ وستايه ، په ګډه سره يې د دواړو هيوادونو ترمنځ راتلونکې همکاري طرحه کړه او پريکړه يې وکړه چې د خپلمنځي ستراتيژيکي همکارۍ اړيکې به نوره هم ټينګې کړي. له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د ستراتيژيکي همکارۍ د اړيکو د ټينګولو په هکله يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د سوداګرۍ، انرژۍ او ښوونې په شمول زياتو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو تړونونو په لاسليک مراسمو کې يې ګډون درلود.

ريس شي جين پينګ په ٤ مه نېټه له ولسمشر ګربانګولي برديمهمدوف سره د فو شينګ په نوم د ترکمنستان د طبيعي ګازو د توليدي سيمې د لومړې مرحلې پروژې د کار لوېدلو په مراسمو کې ګډون وکړ چې د چين د نفتو او طبيعي ګازو د شرکت لخوا استخراج کيږي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای