CRI Online

شي جين پينګ د سوداګرۍ نړيوال سازمان له عمومی مدير روبيرتو ازيويدو سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2013-09-05 19:20:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپيتمبر په پنځمه نېټه په سانيت پيتيربورګ کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له عمومی مدير روبيرتو ازيويدو سره ليدنه وکړه.

شي جين پينګ وويل د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزيت څو قطبييز سوداګريز ميکانيزم د سوداګرۍ د أزادی او اسانتياوو کيدو بنسټ دی او د نورو سيمه ييزو سوداګريزو سازمانونو پر ځای نه شی کيدای. يوه خلاصه، عدلانه او شفافې څو قطبييز سوداګريز ميکانيزم د بېلا بېلو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. د سيمه ييزې سوداګرۍ ترتيبات هم بايد د سفافيت او زغم پر اصول ټينګار وکړي. هېله ده چې ښاغلي ازيويدو د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په لارښوونه د دوحا خبرو اترو پرمخبوزي، له ساتونکی غوښتنې سره ټينګ مخلفات وکړي، د نړيوالې سوداګرۍ د أزادی او اسانتياوو کيدو هڅونه وکړي او څو قطبييز سوداګريز ميکانيزم وساتي. چين د څو قطبييز سوداګريز ميکانيزم ټينګ ملاتړ کوونکی هېواد دی او د تل لپاره به د ياد سازمان د غړي مسئولنه رول ولوبوي او په فعاله توګه د څو قطبييز سوداګريز ميکانيزم په أبادی کې ګډون وکړي.

ښاغلي ازيويدو د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د کارونو په هکله د چين د حکومت د ملاتړ مننه څرګند کړ او ويې ويل چې دغه سازمان به له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای