CRI Online

چين د سوريې د حالاتو په هکله خپل دريځ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2013-09-05 21:04:19
چين د سوريې د حالاتو په هکله خپل دريځ څرګند کړ

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د روسيی په سانتی بورګ د شلو هېوادونو د ډلې په سرمشريزه غونډه کې د چين د پلاوی وياند چين ګانګ د سپتمبر په پنځمه نېټه وويل که د م م د امنيت شورا په پريښودلو سره پوځی عمليات تر سره شي، پر سوريې او سيمه ييزو حالاتو باندی به سخته اغيزه واچول شي. چين له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې محتاطه رويه غوره کړي.

چين ګانګ وويل چين په سوريې کې اوسنيو حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي. چين د هر هېواد، ډلې او شخص سره مخلفات کوي چې کيمياوی وسلی کاروي او په دې نظر دی چې بايد د م م له خوا پلټنه تر سره شي او ريښتنی حالت پيدا کړي. هغه وويل د سوريې مسئلی په هکله راتلونکی فعاليت بايد د م م د پلټنې د پايلې پر بنسټ تر سره شي او د م م د امنيت شورا له خوا پريکړه وشي. که د م م د امنيت شورا په پريښودلو سره پوځی عمليات تر سره شي، امکان شته چې د بشردوستی زيانونه رامنځته شي. نو موږ له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې محتاطه او مسئولانه رويه غوره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای