د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لی د سپتمبر په ٥ مه نېټه وويل، چې د شلو هيوادونو ګروپ سرمشريزه غونډه دې د نړيوال اقتصاد په پرمخ بيولو کې مثبت رول ولوبوي.
نوموړي وويل، چې نړيوال اقتصاد اوس مخ په بياسمسوری دی،نړيواله ټولنه په دې هکله د موجود ستونزو لېرې کولو او د نړيوال اقتصاد د اعادې ته ډېره پاملرنه کوي. دغه راز د شلو هيوادونو ګروپ پر روانې سرمشريزې غونډې پورې هم ډېرې هيلې لري. د چين په اند د شلو هيوادونو روانه غونډه دې يادې مسئلې ته هم پاملرنه وکړي او مثبت رول ولوبوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |