CRI Online

رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر پوټين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2013-09-05 21:42:58

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ٥ مه نېټه په سانت پيترزبورګ کې د روسيې له ولسمشر پوټين سره وکتل. شي جين پينګ وويل، د تېر مارچ په مياشت کې مې له روسيې څخه ليدنه وکړه. له دې نه وروسته دواړو هيوادونو په فعاله توګه زموږ لخوا يولړ مهمې ترلاسه شوې موافقې پلې کړې او تراوسه پورې يې په شپړلسو برخو کې څه ناڅه پنځوس همکاريزې پروژې پلې کړې دې. د دواړو هيوادونو مشران د دواړو هيوادونو ترمنځ همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې په انرژۍ، هوايي چارو او داسې نور برخو کې همکاريزې پروژې چټک کړي، د نظامي تخنيکونو همکاري ژوره کړي او په ګډه سره له نويو ننګونو او ګواښونو سره مخامخ کړي. چين باور لري چې د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکې همکاري اړيکې به نوره هم لوړې شي.

پوټين وويل، روسيې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه راضي کوي.

له خبرو اترو وروسته ، دواړو مشرانو په ګډه سره په انرژۍ، هوايي چارو او داسې نورو برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د يولړ سندونو د لاسليکېدو په مراسمو کې خاضو وو.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای