CRI Online

شي جين پينګ د شلو هېوادونو په اتمه سرمشريزه غونډه کې وويل چې چين به د خلاصونکی نړيوال اقتصاد ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-09-06 09:24:23

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د شلو هېوادونو اتمه سرمشريزه غونډه د سپتمبر په پنځمه نېټه د روسيی په سانتی پيترز بورګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په غونډه کې ګډون وکړ او د خپلې وينا په ترڅ کې يې وويل چې بېلا بېل هېوادونه بايد ليری لحاظه وساتي، هغه ډول نړيوال اقتصاد جوړ کړي چې د بېلا بېلو هېوادونو د نوښت چارې پياوړې کړي، د همکارۍ له لاری ګډ پرمختګونه وکړي او ګډې ګټې پيدا کړي. چين به د خلاصونکی نړيوال اقتصاد ټينګ ملاتړ وکړي او د لا نژدی اقتصادی همکارۍ اړيکې به ټينګې کړي او خپل مسئوليت به پر غاړه واخلي. چين به پر هراړخيزو اصلاحاتو ټينګار وکړي او د ګډو ګټو په تر لاسه کيدو سره به خلاصونکی ستراتيژۍ غوره کړي او د خپل هېواد د اقتصاد د دواملرونکې او سالمې پرمختيا لپاره ښه توان او شرايط لري.

شي جين پينګ وويل چې اوس نړيوال اقتصاد ګام په ګام د احيا کيدو په حال کې دي او پر ښه لوري پرمختګ کوي. په همدې وخت کې د نړيوال پولی بحران منفی اغيزه لا هم موجودي دي، نو د نړيوال اقتصاد د پوره احيا کيدو لاره اوږده ده. هغه وويل چې نړيوال اقتصاد د شلو هېوادونو د ډلې غړيو تر منځ د اقتصادی همکارۍ اړيکيو ټينګتيا ته اړتيا لري. د دغې ډلې غړي هېوادونه بايد خپلې دندې پر غاړه واخلي چې مسئولانه عمومی اقتصادی تګلارې ونيسي، په ګډه سره د خلاصونکی نړيوال اقتصاد وساتي او د نړيوال اقتصاد د ادارې چارې بشپړې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای