د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د شلو هېوادونو اتمه سرمشريزه غونډه د سپتمبر په پنځمه نېټه د روسيی په سانتی بورګ کې تر سره شوه. د غونډې نه مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه لنډه وينا وکړه.
شي جين پينګ د چين دريځ څرګند کړ او دې ته يې اشاره وکړه چې په دې وروستی موده کې د چين او جاپان تر منځ اړيکې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او دا زموږ لپاره د منلووړ نه دی. چين غواړی چې دواړه هېوادونه د څلورو سياسی سندونو پر بنسټ د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره د چين او جاپان تر منځ ستراتيژيکی اړيکې پرمخ يوسي.
شي جين پينګ وويل جاپان بايد تاريخ ته سم وګوري او په ښه توګه د دياو يو ټاپو او تاريخ په ګډون ځينی حساسی مسئلی حل کړي او د توپيرونو له منځه وړلو لپاره معقوله لاره پيدا کړي.
شينزو ابي له رييس شي جين پينګ سره د کتنې پر مهال د جاپان او چين تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره هيله څرګنده کړه.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |