CRI Online

شي جين پينګ وايي چې د BRICS هېوادونه دې خپلمنځې همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2013-09-06 10:18:36

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په پنځمه نېټه په ساينټ پيتربورګ ښار کې د BRICS هېوادونو د مشرانو په غيررسمي ملاقات کې ګډون وکړ او پکې يې د برازيل له ولسمشرې ديلما روسيف،د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين،د هند له صدراعظم منموهن سينګ،د جنوبي افريقا له ولسمشر جاکوب زوما سره د BRICS هېوادونو تر منځ د همکارۍ او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.هغه پر دې ټينګار وکړ چې BRICS هېوادونه دې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

هغه درې وړانديزونه وړاندی کړل : لومړی،پرمختللی هېوادونه بايد په جدي توګه اقتصادي جوړښت اصلاح کړي.دوهم،بېلا بېل هېوادونه بايد سوداګري ساتونکي تګلاره له منځه يوسي.درېيم،د نړيوال په اقتصادي اداره کې دې د نويو رامنځته شوو بازاري هېوادونو مقامونه لوړ شي.

شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای