CRI Online

شي جين پينګ وايي چې د ورخلاصون په بڼه دې نړيوال اقتصاد وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2013-09-06 15:26:49

د شلو هېوادونو اتمه سرمشريزه غونډه د پنجشنبې په ورځ د روسيې په سنټ پيترزبورګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په غونډه کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه. رئيس شي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د ورخلاصون په بڼه نړيوال اقتصاد بايد په ټينګه توګه وساتل شي او پياوړی شي. رئيس شي دې ته اشاره وکړه چې چين به په نه بدلېدونکی ډول اصلاحات ژور کړي او د ورخلاصون پر ستراتيژۍ به ټينګار وکړي.

په دې حال کې چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ خوځنده ځواک کمزوری دی او له نړيوال پولي بحران څخه ارمنځته شوي مسئلې تر اوسه نه دي ليري شوي، زياتوالی او استخدام د يادې سرمشريزې غونډې عمده موضوع ده. د پنجشنبې په ورځ د غونډې په لومړی پړاو کې ګډونکوونکو مشرانو د نړيوال اقتصاد حالت، سوداګرۍ، ابادۍ او د نړيوال پولي سيسټم د اصلاح په اړه ويناوې وکړې. بېلا بېلو خواوو دا څرګنده کړه چې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا بهير پای ته نه دی رسيدلی او اوس په کليدي مرحله کې دی، د شلو هېوادونو ګروپ غړي هېوادونه بايد خپلمنځي همغږی او همکاري پياوړې کړي، د نړيوال پولي بازار ثبات دې وساتي او د نړيوال اقتصاد د ځواکمن، دواملرونکي او سالم پرمختګ لپاره دې بنسټ جوړ کړي.

دا د شي جين پينګ لومړی ځل دی چې د شلو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې يې ګډون درلود، نو نړۍ په دې اړه د چين د غږونو اورېدلو ته په ارمان دي چې چين به څرنګه د نړيوال اقتصاد په ادارې کې ګډون وکړي؟ د چين د اقتصادي پرمختګ راتلونکی څنګه دی؟ رئيس شي په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د نړيوال اقتصاد پرمختګ نوښت ته اړيتا لري. بېلا بېل هېوادونه بايد د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو له لاې د سيالۍ قوت ځواکمن کړي. د نړيوال اقتصاد پرمختګ همغږۍ ته اړيتا لري. بېلا بېل هېوادونه بايد د خپلو ګټو او پرمختګ د موندلو ترڅنګ د نورو هېوادونو د ګټو او پرمختګ لپاره زمينې او مرستې هم برابرې کړي. د نړيوال اقتصاد پرمختګ د نړيوالو هېوادونو ترمنځ د ګټو يووالي ته اړتيا لري. بېلا بېل هېوادونه بايد هغه ډول ځنځير اباد کړي چې ګډې ګټې ورڅخه تر لاسه شي.

رئيس شي وويل چې د شلو هېوادونو ګروپ بايد د يادې موخې د پوره کولو لپاره خپلمنځي اقتصادي اړيکې لا ټينګې کړي او خپل مسئوليت دې پر غاړه واخلي. لومړی موږ بايد مسئولانه او مناسبه عمومي اقتصادي تګلاره غوره کړو. چين د دواملرونکي او سالم اقتصادي پرمختګ د ساتلو توان لري. دوهم بايد سره يو ځای د ورخلاصون په بڼه نړيوال اقتصاد وساتو او ورته دې پرمختګ ورکړو، د ازادې، عادلانه څو اړخيزې سوداګرۍ سيستم دې وساتل شي. درېيم، د نړيوال اقتصاد اداره دې د عدالت په لور بشپړه شي.

د چين د اقتصادي تګلارې په اړه رئيس شي وويل چې چين د اصلاحاتو د ژوروالي په اړه د څيړولو په هڅه کې دی، تر څو د اقتصاد، سياست، کلتور، ټولنې او ايکلوژيکي ابادۍ په برخو کې د اصلاحاتو يو جامع پلان جوړ کړي. چين به د بازاري سيسټم ابادی پياوړې کړي او د ماليې، پولي چارو، پانګونې او ادارې د سيسټمونو اصلاحات به پياوړی کړي. چين به د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي، د پانګونې او سوداګرۍ د ميکانيزم اصلاحات به ژور کړي او د اړوندو قوانينو د بشپړولو له لارې به په چين کې د بهرنيو هېوادونو د تصديو لپاره د سيالۍ عادلانه فضا جوړه کړي او د سلامشورو له لارې به له نورو هېوادونو ترمنځ تجارتي مناقشې حل کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای