د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايی وخت د سپتمبر د اوومې نيټې په سهار د قزاقستان په پلازمينه استانا کې يوه وينا وکړه او پر دې يې تينګار وکړ چې چين هيله لري چې د منځني اسيا له هېوادونو سره متقابل باور، دوستۍ او همکاري پياوړې کړي. هغه وويل، چې دواړه خواوې په نوی همکارۍ موډل سره د وريښمو لارې پر غاړه د اقتصادي سيمې د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
رئيس شي جين پينګ وويل، اوسمهال د چين او منځني اسيايي هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختګ له ښه فرصت سره مخامخ دي. چين هيله لري چې د منځني اسيا له هېوادونو سره يو ځای د متقابل باور او مؤثرې همکارۍ د پياوړتيا پر رڼا د ګډو ګټو پر بنسټ يوه ګډه ټولنه جوړه کړي. هغه وړانديز وکړ چې اړوند هېوادونه د توپيرونو په لری کولو سره د سلامشورې له لارې د دې سيمې د همکارۍ تګلاره او تدبيرونه وټاکي او د پاليسۍ او قانون په برخو کې د سيمه ييز اقتصاد د يووالي لپاره ښه زمينه برابره کړي. په عين وخت کې اړوند هېوادونه بايد د ترافيکي شبکې د جوړولو، د سوداګرۍ د تبادلې او د پولي او ملکي چارو د تګ راتګ لپاره هڅه وکړي.
د قزاقستان ولسمشر زلبايف د رئيس شي جين پينګ دغه وړانديز ته فعال غبرګون وښود او ويې ويل چې چين او قزاقستان يو د بل سره ښه ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي حجم شپږويشت مليارډو امريکايې ډالرو ته رسېدلې چې دغه شمېر به په راتلونکي کې څلويښت مليارډو ډالرو ته ورسېږي. قزاقستان به له چين سره د دايمي همکاري د پياوړتيا لپاره زيار وباسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |