CRI Online

د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شلو سترو هېوادونو ډلې په سرمشيزه غونډه کې د شي جين پينګ د ګډون حالات وروپيژندل.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-07 17:15:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر له پنځمې نېټې نه تر شپږمې نېټې پورې د روسيې په سانټ پيټربورګ کې د شلو سترو هېوادونو ډلې په اتمې دورې سرمشريزه غونډه کې ګډون درلود. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په دغه غونډه کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون حالات وروپيژندل.

وزير وانګ يي وويل، چې رئيس شي جين پينګ د چين د نوی حکومت په استازيتوب يوه وينا وکړه او د پرمختګ او نوښت، د زياتوالی او يووالی او د ګټو د يو لاس کېدو په شمول يو لړ نوی افکار يې وړاندی کړل او غوښتنه يې وکړه چې د دغې ډلې د غړيو هېوادونو ترمنځ د دوست اړيکې ټينګې کړې، څو چې يوه ګډه ټولنه به جوړه شي او اړوند هېوادونه به د سيالۍ ترڅنګ همکاري پياوړی کړي. رئيس شي جين پينګ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې مسولانه عمومي اقتصادي تګلاره پلی کړي، په ګډه د نړيوال اقتصاد اداره کړي او د خلاص نړيوال اقتصاد د ساتلو او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

وزير وانګ يې وويل، چې رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په موده کې د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له مشرانو سره ښه خبرې وکړې.

بر سېره پردې، وزير وانګ يي وويل، د سوريې مسئله هم د دغې غونډې د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. شي جين پينګ د چين دريځ بيان وکړ چې اړوندې خواوې بايد د خلکو، تاريخ او نړيوالې ټولنې د ساتلو مسؤليت پر غاړه واخلي او د م م د منشور او د نړيوالو اړيکيو د اصولو سره سم په سياسي لارې چارې دغه مسئله حل کړي. له دغه دريځ څخه د سولې او عادلات د ساتلو په هکله د چين ډيپلوماتيکه تګلاره څرګندېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای