CRI Online

شي جين پينګ د وريښمو لارې پر غاړه د اقتصادي سيمې د ابادولو په اړه وړانديز وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-07 19:03:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په اوومه نېټه د قزاقستان د نازالبيف په پوهنتون کې د خلکو ترمنځ د دوستۍ د نژدی کېدو او د ښه راتلونکي د ابادولو په نامه يوه وينا وکړه. هغه د چين او قزاقستان ترمنځ د عنعنوي دوستۍ لوړه ستاينه وکړه او له منځني اسيايي هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب او د همکارۍ د پياوړتيا تګلاره يې هم بيان وکړه. هغه وړانديز وکړ چې د نوی موډل همکارۍ پر بنسټ د وريښمو لارې پر غاړه اقتصادي سيمه جوړه کړي، څو چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک به ورڅخه ګټه واخلي.

رئيس شي جين پينګ د منځني اسيا له هېوادونو سره د اړيکيو د ټينګېدو په هکله وړانديزونه وکړل. لومړی، د عنعنوي دوستي بايد ټينګې شي. چين د خپل هېواد د پرمختګ په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د انتخاباتو درناوی کوي او د منځني اسيا د هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دوهم، بايد د يو بل څخه ټينګ ملاتړ وشي. بېلا بېل هېوادونه بايد د حاکميت، د خاورو د بشپړتيا او د هېواد د امنيت او ثبات په اړه د مهمو مسئلو په برخه کې متقابل باور ټينګ کړي، څو د افراطيت، ترهګرۍ او د بېلتون غوښتنې، د نشه يي توکيو د قاچاق او د نړيوال جرمونو په مقابل کې د مبارزې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. درېيم، بايد خپلمنځي مؤثرې همکاري پياوړی شي. اړوند هېوادونه بايد د همکاري د پياوړتيا ترڅنګ يوه ګډه ټولنه جوړه کړي.د شانګهای د همکارۍ سازمان او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا له لارې چټک پرمختګ وموندل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای