CRI Online

شي جين پينګ د قزاقستان له صدراعظم سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-08 16:49:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په اوومه نېټه په استانا کې د قزاقستان له صدراعظم سيريک احمتوف سره وکتل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او قزاقستان ترمنځ همکاري ګډې ګټې او ښه سياسي بنسټ لري. دواړه هېوادونه تل د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي. دواړه هېوادونه بايد په جدي توګه د دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ دايمي لايحه پلی کړي، څو چې د سوداګرۍ او پانګونې پيمانه او کيفيت لوړ شي او د پلان سره سم د چين او قزاقستان ترمنځ د اومو نفتو او طبيعی ګازو د نل ليکې د ابادولو پروژه بشپړه کړي. په عين وخت کې بايد د غير انرژۍ په ساحه کې خپلمنځي همکارۍ او کولتوري تګ راتګ پياوړی شي. باور لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه همکاري به دوام ولري او د دواړو هېوادونو خلک به ورڅخه ګټه واخلي.

صدراعظم احمتوف وويل، د چين اقتصاد په چټک پرمختګ په حال کې دي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ښه زمينه برابروي. قزاقستان ته د شي جين پينګ سفر ښه نتيجه تر لاسه کړې ده چې دواړو مشرانو د همکارۍ په هکله نوی هدفونه او ښه ساحه ټاکلې ده او د همکاري يو لړ سندونه يې هم لاسليک کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای