د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د سه چنبې په ورځ د قرغېزستان پلازمينې بېشکېک ته ورسيد او په خپل رسمي سفر يې پيل وکړ. هغه به د جعمې په ورځ په بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په دياړسمه غونډه کې هم ګډون وکړي.
شي جين پينګ به د سفر په ترڅ کې د قرغېزستان له ولسمشر المزبيک اتامبايف، پارلماني مشر اسيلبيک زينبيکوف او صدراعظم زنتورو ستيبلدييف سره وګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ژوروالي او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په هکله به د نظريو تبادلې وکړي. د معلوماتو له مخې مشران به اسناد لاسليک کړي او د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې او تصدۍ به يو لړ همکاريز اسناد هم لاسليک کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |