د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت ريس شي جن پنګ د چهارشنبې په ورځ په بيشکېک کې د قرغزستان له ولسمشر سره اتمبايف وکتل. دواړو مشرانو د چين او قرغزستان تر منځ د اړيکو د ټينګښت او د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځی همکاری د پياوړتيا په هکله د نظريو تبادله وکړه.
ريس شي جن پنګ د سې شنبې په شپه بيشکېک ته ورسېد او قرغزستان ته يې په خپل سفر پيل وکړ او ور پسې به د شانګهای د همکاری سازمان د مشرانو شورا په ديارلسمه غونډه کې برخه ولري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |