د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په يوولسمه نېټه د قرغېزستان په پلازمينه بېشکېک کې د دغه هېواد له پارلماني مشر اسيلبيک زينبيکوف سره وکتل.
شي جين پينګ وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکارانو اړيکې جوړې شوې دي، چين له قرغېزستان سره د خپلو اړيکو د ټينګولو په اړه پوره باور لري او هيله لري چې خپلمنځي دوستانه تګ راتګ او د دولتي ادارې او د ډيموکراتيک قانوني نظام د ابادۍ په اړه د تجربو تبادلې پياوړې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |