CRI Online

شي جين پينګ د قرغيزستان له صدراعظم سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-11 21:25:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په يوولسمه نېټه په بېشکيک کې د قرغيزستان له صدراعظم ساتيبالدييف سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ وويل، هغه له ولسمشر اټابايف سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکيو د قايمېدو بيان کړ. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ په اړه يوه مهمه پريکړه ده او د دواړو هېوادونو د خلکو له اساسي ګټو سره سمون خوري. چين غواړي له قرغيزستان سره د همکاريو د سويې د لوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې بايد خپلمنځي تګ راتګ او تبادله پياوړې کړي او د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره تدبيرونه ونيسي. دغه راز بايد د کرنې، بندر، ګمرګي چارو په برخو کې لا ښه همکاري وکړي. په تېره بيا د چين دشينجيانګ د اويغور له خپلواکې سيمې سره. هيله لري چې قرغيزستان به د پانګونې لپاره چيني تصديو ته ښه زمينه برابره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای