CRI Online

شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون درلود او څلور فقره ييز وړانديز وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2013-09-13 19:36:57

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا ديارلسمه غونډه د سپتمبر په ديارلسمه نېټه د قرغيزستان په پلازمينه بيشکيک کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د قزاقستان، قرغيزستان، روسيې، تاجکستان، ازباکستان ولسمشرانو په کې ګډون درلود.

شي جين پينګ په يوه غونډه کې د شانګهای روحيې د خپرېدو پر رڼا د ګډ پرمختګ موندلو په نامه يوه مهمه وينا وکړه. هغه څلور فقره ييز وړانديز وکړ. لومړۍ، بايد د متقابل باور، ګټو، مساواتو، سلامشورو پر بنسټ د څو کولتورونو په درناوی سره د شانګهای روحيه خپره شي او بايد په جدي توګه د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د دايمي ښه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون پلی شي. دوهم، بايد په ګډه توګه د دې سيمې د امنيت او ثبات وساتل شي. بايد د افغانستان د ملي پخلاينې له بهېرڅخه ملاتړ شي، بايد په افغانستان کې د سولې او ثبات د ژر رامنځته کېدو لپاره هڅه وشي، ترڅو چې د دې سيمې امنيت وساتل شي. درېيم، بايد خپلمنځي مؤثرې همکاري پياوړی شي. څلورم، بايد کولتوري تګ راتګ او ملکي تبادلې پياوړی شي، تر څو چې د دغه سازمان د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره شي.

دغې غونډې پريکړه وکړه چې د ٢٠١٤ کال لپاره د دغه سازمان سرمشريزه غونډه به د تاجکستان په پلازمينه دوشنبی کې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای