CRI Online

افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبو له لارې د سولې نظر خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2013-09-23 16:52:13

لږه موده مخکې د افغانستان په پلازمينه کابل کې د فوټبال يوه لوبه تر سره شوه چې د افغانستان لوبډلې د صفر په مقابل کې په دريو ګولونو سره د پاکستان لوبډلې ته ماتی ورکړه. دا د شپږ دېرشو کلونو راپدې خوا د دواړو هېوادونو د فوټبال لوبډلو تر منځ لومړې مسابقه وه او په افغانسان کې د لسو کلونو راپدې خوا د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړيواله لوبه تر سره شوه.

د دغې مسابقې ټکټونه ډېر مخکې په پوره توګه پلورل شوي و. د افغانستان لوبډلې په لس ګونو زره نندارچيانو په لويو نارو سره ډېر برتری څرګند کړ چې د فوټبال د کنترول کيدو وخت د پاکستان په پرتله ډېر زيات و. د مسابقې په ټول بهير کې د پاکستان لوبډلې د دريو ځلو او د افغانستان لوبډلې د پنځلسو ځلو لپاره شوت وواهه. له مسابقې وروسته د افغانستان د لوبډلې عمومی روزونکي وويل چې دغه برياليتوب د سوغات په توګه ټولو افغانانو ته ډالۍ شو او له دې څخه څرګندېږي چې د افغانستان د فوټبال لوبډله په نړيوالې کچې سيالی کې د ګډون توان لري.

ځکه چې له ترهګرۍ سره د مقابلې په چارو کې افغانستان او پاکستان مختلف دريځونه لري، نو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له ځينو ستونزو سره مخامخ دي. د افغانستان د فوټبال د ګډو سياليو مسئول شفيق ګوعهدي ګواهري هېله څرګنده کړه چې د مسابقې له لارې دا توپيرونه ليری شي. هغه وويل (اواز) موږ هېله لرو چې نړيوال به دا وګوري چې افغانستان او پاکستان دواړه ښه دوستان دي او د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې نشته.

د فوټبال ميناوال حکيم چې د دغې سيالی کتلو سره د سولې هيله څرګنده کړه. هغه وويل (اواز) نن يوه ځانګړې ورځ ده. ځکه چې د مسابقې اهميت له فوټبال څخه وتلی دی، دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د فوټبال مسابقه وه. زه هېله لرم چې د دغې مسابقې له لاری د افغانانو د سولې هيله نړيوالو ته ورسيږي.

تير ځل په افغانستان کې د فوټبال نړيواله لوبه په دوه زره دريم کال کې د ترکمستان او د افغانستان د لوبډلو تر منځ تر سره شوه چې د ترکمستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د صفر په وړاندی د دوو ګوليو په وهلو سره ماتی ورکړه. له دې وروسته د جګړو له امله په دغه هېواد کې په تيرو لسو کلونو کې په نړيواله کچه سپورټی لوبی نه دې جوړې شوې. د فوټبال د نړيوالې ټولنې د تازه شميرنې له مخې د افغانستان لوبډله په نړۍ کې يو سل نهه دېرشم مقام نيسي. دغه لوبډلې په دې وروستی موده کې په جلا توګه د سريلانکا، مغولستان لوبډلو ته هم ماتی ورکړې او د لاوس هېواد له لوبډلې سره يې لوبه برابره. حکيم وويل افغانان د فوټبال لوبی ډېر خوښوي. هغه وويل (اواز) په افغانستان کې د فوټبال ميناوال ډېر زيات دي او زيات شمېر يې د بريتانيا، اسپانيا او المان د فوټبال مسلکی سياليو په شمول مشهورې نړيوالې سيالی ګوري.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون مرستيال وايي، دغه سيالي دوستانه بڼه لري، ګټل او بايلل په کې مهم نه دي.ده زياته کړه، دا ډول سيالۍ کولى شي له يوې خوا د لوبغاړو پياوړتيا زياته کړي او له بلې خوا د دواړو هېوادونو خلک سره نږدې کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکي وايي، که څه هم دغه سيالي دوستانه ده، خو بيا به هم افغان لوبغاړي هڅه وکړي، چې سيالي په خپله ګټه پاى ته ورسوي.د پاکستان فدراسيون ويلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هوکړه کړې، چې د دوه زره څوارلسم کال په مارچ يا اپرېل مياشت کې به د يوې بلې دوستانه سيالۍ لپاره پاکستان ته ولاړه شي.

اوس مهال د افغانستان په دننه کې د فوټبال مسلکی سيالۍ پيل شوی چې اته ټيمونه به په کې ګډون ولري. دغه سيالی به ټول د کابل د ای ايف ايف په سپورټی ميدان کې تر سره شي او هره سيالې به خلکو ته د ټلويزيون له لاری په مستقيمه توګه خپره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای