CRI Online

توکيو د دوه زره شلم کال د دوبنی اولمپيک لوبو کوربه حق تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2013-09-23 17:12:45

د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې په يو سل پنځه ويشتمه غونډه کې د سپتمبر په اوومه نېټه د دوه زره شلم کال د دوبنی اولمپيک لوبو د کوربه حق سيالی پای ته ورسيده چې د دوو پړاونو د رايګری وروسته د جاپان پلازمينې توکيو د دغو لوبو کوربه حق تر لاسه کړ.

دا ځل د ترکيې استانبول، د هسپانييا پلازمينې مادريد او د جاپان پلازمينې توکيو د دوه زره شلم کال د اولمپيک لوبو د تر سره کولو په سيالی کې ګډون درلود. د لومړی پړاو په رايګری کې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د څلور نويو غړيو په رايو په ورکولو سره توکيو دوه څلويښت رايې، استانبول او مادريد دواړو شپږويشت رايې تر لاسه کړې. د دويم پړاو په رايګري کې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې اووه نوی غړيو ګډون درلود چې توکيو د شپيتو رايو په ګټلو سره د دوه دېرشمې دورې د اولمپيک لوبو کوربه حق تر لاسه کړ. د دغې کميټې رئيس جاکويس روګي دغه پايله اعلان کړه او د توکيو پلاوی غړيو په ډېرې خوشحالې سره دادې پرېکړې نمانځنه وکړه. ورپسی په مطبوعاتی غونډه کې د جاپان صدراعظم شينزو ابي چې په ځانګړې توګه د روسيی په سانتی پيترز بورګ کې د شلو هېوادونو له سرمشريزې غونډې څخه راغلی و، وويل چې د اولمپيک لوبی د خوب او هيلو استازيتوب کوي. توکيو د يوې دورې اولمپيک لوبو د تر سره کولو توان او دنده لري. د اولمپيک لوبو اغيزه به پراخه شي چې نور زيات ځوانان به هم له سپورټ سره علاقه پيدا کړي.

له دې نه مخکې د جاپان په هېروشيما سېمه کې د ذروی انرژۍ له امله د ککړو شويو اوبو د ځورولو پيښه د پاملرنې وړ ګرځيدلی وه چې په توکيو کې د اولمپيک لوبو د جوړيدو په غوښتنې منفې اغيزې لرلې . د رايګريری مخکې د جاپان پلاوی څو څو ځله وويل چې دغه پيښه تر کنترول لاندی ده او د خلکو روغتيا ته به هيڅ زيانونه ونه رسوي، خو دغه شکونه اوس هم موجود دی.

د ترکيې استانبول مخکې هم د څلورو ځلو لپاره د اولمپيک لوبو د تر سره کولو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو، خو تر اوسه پورې يو هم نه دی منل شوی. په استانبول کې د اولمپيک لوبو د جوړيدو غوښتنه کوونکو ډلې مشر وويل چې استانبول به تر هغه وخت پوری په مداومه توګه کوښښ وکړي تر څوچې د اولمپيک لوبې په ترکيه کې تر سره شي.

ګرانو اوريدونکو، د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې په يو سل پنځه ويشتمه غونډه کې د رايې ورکونې له لارې دغه پريکړه رامنځته شوه چې پهلوانی به هم د اولمپيک لوبو په سياليو کې شامله شي.

د پهلوانی، بيسبال او ديوالی بال سپورټ د دوه زره شلم کال او د دوه زره څليرويشتم کال په اولمپيک لوبو کې د لنډ مهالی مسابقو لپاره په سيالی کې نوماندې شوې وې. پهلوانۍ د رايو په اخيستلو سره په رايګيری کې د څه دپاسه نيمو رايو په ګټلو سره په بريالی توګه د يادو دوو دورو په اولمپيک لوبو کې ځای ونيوه. په همدې وخت کې د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې په غونډه کې د رايو ورکونو له لاری د دوه زره شلم کال د توکيو په اولمپيک لوبو کې د پنځه ويشتو دايمی مسابقو لست منظور کړ او د ګولف او راګبی فوټبال او پهلوانی په شمول په دغو لوبو کې د اته ويشتو مسابقو پريکړه وشو.

په اولمپيک لوبو کې د ډېر تاريخ لرونکی سپورټی مسابقو په توګه پهلوانی هم د اولمپيک لوبو په نړيوالې کميټې ډېره اغيزه لري. خو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې دغې کميټې پريکړه وکړه چې د پهلوانی مسابقه به د دوه زره شپاړسم کال له اولمپيک لوبو وروسته لغوه کړي. په اولمپيک لوبو کې د پهلوانی د بيا شامليدو لپاره د روسيی، ايران، جاپان، امريکا او ترکيې په شمول د پهلوانی ښه لوبونکو هېوادونو په اولمپيک لوبو کې د پهلوانی سپورټ د بيا شامليدو وړاندېزونه وکړل او په پای کې يې بری وموند.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای