CRI Online

د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د سويلي اسيا د فوټبال په سياليو کې اتله شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-09-23 17:47:57

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د فوټبال ملی لوبډلې د سپتمبر په يوولسمه نېټه په نيپال کې د سويلي اسيا د فوټبال سياليو په پای لوبه کې هند ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي دی هواد ته راوړه. دا لومړی ځل دی چې د هېواد د ملي لوبډله اتلولي لاسته راوړي. له دغو لوبو وروسته افغان ملي لوبډله خپل هېواد ته راستنه شوه چې د ټولو هېوادوالو تود هرکلي يې تر لاسه کړ.

د سپتمبر په يوولسمه نېټه په کابل کې افغانانو د دغه برياليتوب نمانځنه وکړه. په همدې ورځ ماښام په اوو بجو په کابل کې د دغه برياليتوب د نمانځنې لپاره شاو خوا د يو ساعت لپاره د ډزو اوازونه پورته شول. دا لومړی ځل و چې په کابل کې د جګړی ډزی نه ، بلکی د خوشحالې ډزې وې.

د فوټبال په يادو سياليو کې د افغانستان د لوبډلې اتوالی د ټولو افغانانو لپاره يوه لويه خوشحالی وه. په دوولسمه نېټه سهار د کابل زيات شمېر ښاريانو د افغانستان د ملی بيرغونو په اخيستلو سره د خوشحالې نارې وهلې. د فوټبال شاو خوا لس زره مينوالو د کابل د فوټبال ډګر ته ورسيد چې د فوټبال اتلانو څخه لېدنه وکړي. د فوټبال يوې ښځينه مينوالې وويل چې دا لومړی ځل دی چې زه په ډېرې خوشحالی سره د افغانستان د فوټبال ملی لوبډلې د برياليتوب نمانځنه کوم. فوټبال زموږ وطن ته خوشحالې راوړې او هېله لرو چې افغانستان ته يووالی او سوله هم راوړي. هېله من يو چې لا زيات افغان ځوانان فوټبال ولوبوي، او په جګړو کې ګډون ونه کړي. په کابل کې د فوټبال يو مينوال وويل چې زه څنګه زه ډېر خوشحاله يم د فوټبال د دی بريا شوه، له امله له ما څخه يې جګړه هېره کړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اعلاميې په خپرولو سره د سويلي اسيا د فوټبال په سياليو کې د افغانستان ملی لوبډلې او افغانانو ته مبارکي ورکړه او د دوی برياليتوب يې وستايه. په دې سياليو کې د افغان لوبډلې ګول ساتونکي ته پنځه ويشت زره امريکايی ډالرو جايزه او نورو لوبغاړيو او د ډلې روزونکي ته به په کابل کې هر يو تن ته يونوی کور ورکړل شي.

د افغانستان د اولمپيک کميټې رئيس په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې د فوټبال په سياليو کې د افغانستان بريا د هېواد د بڼې ښه والي او په هېواد کې د قومونو تر منځ د يووالي لپاره ګټوره ده. دغه برياليتوب نړيوالو ته دا ثابته کړه چې افغانان له سولې او سپورټ سره مينه لري. هغه وويل په راتلونکی کې به هېواد د سپورټ پرمختګ ته نوره هم زياته پاملرنه وکړو او د بېلا بېلو ډولو سپورټونو په ډلو کې به پانګونې زياتې کړو او په همدې وخت کې به د عادي خلکو لپاره د سپورټی چارو پرمختګ هڅونه وکړو.

د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د سويلي اسيا په نړيوالو سياليو کې اتل شو چې په ټوله نړۍ کې د ليدو وړ برياليتوب ګڼل کېږي. که څه هم په افغانستان کې د څه دپاسه دېرشو کلونو راهيسی جګړه دوام لري، خو افغانان هم د فوټبال له لوبی سره مينه لري. د افغانستان په دننه کې له دوه زره دوولسم کال څخه د فوټبال مسلکی سيالۍ پيل شوی چې عمومأ شپږو ډلو د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې سيالی تر سره کړي دي. که څه هم دغه سيالي پوهه نه وه، خو په افغانستان کې يې زيات ملاتړ کوونکي تصدۍ او مينوال راجلب کړي دي.

خبريال په کابل کې د فوټبال ډګرونه وليدل چې د هرې چهارشنبی او جمهې په ورځو کې د فوټبال ځوانو لوبغاړو روزنه تر سره کيږي. يو کوچني لوبغاړي وويل چې زه هيله لرم چې په راتلونکی کې د فوټبال يو رسمی لوبغاړی شم. زه هيله لرم چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي او کوچنيان په أزاد ډول سره فوټبال ولوبوي!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای