CRI Online

د تای جي چيوان په نوم ورزش ټولې نړۍ ته خپرېږي

cri     (GMT+08:00) 2013-09-27 16:54:20

نړۍ ته د چين د تای جی کلتور د خپريدو لپاره د چين د نړيوالې راډيو او د هه بی ولايت د هان دان پوهنځی لږه موده مخکې د تای جي کلتور په اړه د نوښت همکاريز تړون لاسليک کړ. د تای جي کلتور د خپرولو لپاره يوه نړيواله اډه هم جوړه شوه.

د چين په دوديز وو شو کې د تای جی چيوان نومې ګونګ فو په ټينګه او په نرمو حرکتونو او په ارامه توګه سره تر سره کېږي چې د هوساينې احساسات ښودنه کوي. په دې وروستيو کلونو کې د تای جی چيوان ورزش د سوک وهلو د يو ډول لوبې په توګه د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د خوښې وړ ګرځيدلی دی.

د چين نړيوالې راډيو او د هه بی ولايت د هان دان پوهنځی د چينی کلتور د خپريدو له پاره اړيکې جوړې کړې او د تای جی کلتور د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ يوه مهمه برخه ده. په دوه زره يوولسم کال کې دواړو خواوو د ستراتيژيکی همکارۍ تر چوکاټ لاندی يو تړون لاسليک کړ او دغه راډيو او د کانفوسيوس پوهنځی نړۍ ته د چينی کلتور خپريدو په چارو کې يو فرصت برابر کړ او تر اوسه يې رنګا رنګ فعاليتونه تر سره کړي دي. د هان دان پوهنځی مشر ما جي بين وويل چې دواړو خواوو د ښوونکيو د ليږدونې او د تای جي چيوان د روزنې په ساحو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ښاغلي ما وويل (اواز)

د هان دان پوهنځي د کانفوسيوس پوهنځی ته د تای جي چيوان ښوونکيو او داوطلبانو په شمول ديارلس تنه وليږل او د چين له نړيوالې راډيو سره يې د تای جی چيوان په اړه مالوماتی سيالۍ تر سره کړه. دواړه خواوې هم د چين په نړيواله راډيو کې د نويو خپرونکو لارو او د ډېرو بهرنيو ژبو په شمول د ښيګنو په کارولو سره د تای جي کلتور د خپريدو له لارو چارو څخه څارنې کوي.

د دواړو خواوو تر منځ د ستراتيژيکی همکارۍ د ټينګتيا سره سره د چين نړيوالې راډيو او د هان دان پوهنځی تر منځ د تای جي کلتور په اړه د نوښت او همکارۍ تړون لاسليک کړ او د تای جی کلتور په اړه يې نړيواله روزنيزه اډه هم په همدې ورځ په رسمی توګه جوړه کړه. د دغې اډې د رول يادونې په وخت کې د سی ار ای راډيو مرستيال هو بانګ شنګ وويل (اواز)

د تای جی کلتور په اړه نړيواله روزنيزه اډه به د سی ار ای راډيو او د هان دان پوهنځی خپلې ښيګنې او تفوق وکاروي او تنظيم به يې کړي چې د تای جی کلتور په اړه به د روزنې او تګ راتګ نور زيات فعاليتونه هم تر سره کړي او نړۍ ته به د تای جی کلتور وروپيژني.

د هه بی هان ولايت د هان دان ښار د تای جی چيوان د سرچينې ځای دی چې د تای جی چيوان ټاټوبی په نامه يادېږي. د هان دان پوهنځی نژدی سل کلن تاريخ لري او په چين کې لومړی لوړ پوهنځې دی چې د تای جی کلتور په اړه يو مرکز پکې شتون لري. د هان دان ښاروال مرستيال وو جين ليانګ وويل د دغې پوهنځې او د سی ار ای راډيو تر منځ همکارۍ به د تای جی کلتور د خپرولو او د پرمختګ لپاره يو ډول هڅونه ده. هغه وويل(اواز)

د تای جی کلتور په اړه د نړيوالې روزنيزې اډې جوړيدل د تای جی کلتور په برخه کې د سی ار ای راډيو او د هان دان پوهنځی تر منځ د همکارۍ او نوښت يو برياليتوب دی چې د هان دان په ښار کې د تای جی چيوان او د تای جی کلتور د پرمختګ او د ملی دود او کلتور د نوښت او خپريدو لپاره به هرومرو مهم رول ولوبوي.

ګرانو اوريدونکو، د تای جی چيوان ورزش يو ښه ټولنيز فعاليت دی او د مغز روغتيا لپاره ګټور دی. که تاسی د تای جی چيوان په اړه مالومات لرئ، نو کولی شئ چې د تای جی چيوان زده کړه وکړئ او نه يوازی بدنی روغتيا بلکی روحيې ته هم ډېر ګټه رسولی شئ!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای