CRI Online

حامد کرزي: ګډې ګټې او د چين د مشرتابه هوښياري د افغانستان او چين ترمنځ د ډېرو ټينګو اړيکو لامل ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-09-28 21:51:27

" له چين څخه زما روانې ليدنې دا ثابته کړې، چې د افغانستان او چين ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې ډېرې ټينګې شوې دي. دغه اړيکې نه يوازې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پربنسټ ټينګې شوې، دغه راز د افغانستان د ځانګړيو حالاتو د ترنظر لاندې نيولو په ترڅ کې د چين د مشرتابه د هوښيارۍ له امله هم پياوړې شوي دي. "

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سپتمبر په ٢٨ مه نېټه په بېجينګ کې د سينهوا اژانس له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې يادې خبرې وکړې.

حامد کرزي د روانې مياشتې له ٢٥ مې نېټې څخه تر ٢٨ مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او په شي ان ښار کې يې د اروپا او اسيا ترمنځ د پنځمې دورې د اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. هغه په ٢٧ مه نېټه په بېجينګ کې په جلاجلا توګه د چين له دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ سره خبرې اترې وکړې، دغه راز د هغه د روان سفر په موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکو د ژورتيا په هکله يوه ګډه علاميه خپره شوه.

حامد کرزي په ياده مرکه کې وويل ، چې زه د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوسنيو اړيکو په هکله ډېر راضی يم،افغانان هم .

په دې وروستيو کلونو کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې په ثابته توګه پرمختګ کړی دی. په ٢٠١٢ کال کې له چين څخه د کرزي د ليدنې په موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ټينګې شوي دي . چين تل د سولې بيارغونې په بهير کې له افغانستان سره مرستې کوي. حامد کرزي په دې هکله وويل، چې چين افغانستان ته ثابت ګاونډی دی او د افغانستان د ثبات لپاره يې مرستې او ملاتړ برابر کړی دی. هغه له چين څخه مننه څرګنده کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې افغانستان هم چين ته د اعتماد وړ ګاونډی او ملګری دی.

حامد کرزي په افغانستان کې د چيني تصديو د پانګونې د چاپريال په هکله وويل، افغان حکومت چيني تصديو ته د پانګونې د ښه چاپيريال د برابرولو لپاره ډېر تدبيرونه غوره کړي، ترڅو چې دغې تصدۍ ترې ګټې واخلي. دغه راز افغان حکومت هم په دې ښه پېژني چې د چيني تصديو امنيت بايد تامين شي.

حامد کرزي د روانې ليدنې د يادونې په ترڅ کې وويل، چې دا يو بريالی سفر دی. ما دا پيدا کړې چې نه يوازې زموږ ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې ورځ په ورځ پياوړې شوې، دغه راز په زياتو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې موږ هم ډېر ګډ نظرونه لرو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای