CRI Online

د موټرونو په وسيله د چين او روسيې په سرحدی سيمه کې د سيلانۍ سيالی پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-10-31 15:14:17

د چين د هی لونګ جيانګ ولايت د هی هه له ښار څخه د روسيی تر بايکال جهيل پورې د موټرو په وسيله د سيلانۍ سيالی د هی هه په ښار کې پيل شوه. د موټرونو کاروان به د هی هه له ځمکني بندر څخه د روسيې د بلاګويشچينسک ښار ته داخل شي. د هی هه ښار چې د چين او روسيې دودونه پکې ليدل کېږي او د چين په شمال کې د روغتيا ساتلو لپاره يو ښه ځای ګڼل کېږي ، ډير شهرت لری. د دې ښار د سياسی مشورتی کنفرانس د رييس مرستيال ما لي د دغې سيالۍ د پيل په مراسمو کې وويل (اواز)

هی هه د هېواد تر نورو ښارونو مخکې د روسيې او چين تر منځ په سرحدی سيمه کې د سيلانۍ چارې پيل شوې او د چين او روسيې سيلانيانو لپاره يو بل هېواد ته د سيلانۍ د خوښۍ وړ هدف او نورو ځايونو ته د ګرځېدو ځای بلل کېږی. د هی هه ښاروالی اوس د سوداګرانو او پانګونې د راجلبولو، د موټر چلوونکو د کمپ د جوړولو او له هی هه څخه د روسيې د بلاګويشچينسک او د بايکال جهيل ته د ايکولوژيکی سيلانۍ د خلاصولو لپاره هڅه کوي.

د هی لونګ جيانګ ولايت د روسيی له پنځو ايالتونو سره ګډې پولې لري چې د سرحدی کرښې اوږدوالی څه دپاسه دوه زره او نهه سوه کيلومترو ته رسېږي. د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د پر له پسی ټينګښت او د سيلانۍ په چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او تګ راتګ په غونډه کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې د سيلانۍ په ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ به په پر له پسی ډول پياوړی شي. د هی لونګی جيانګ ولايت د سيلانۍ چارو ادارې مرستيال لي بينګ وويل(اواز)

د موټرو په وسيله د چين او روسيې تر منځ په سرحدی سيمه کې د سيلانۍ په سيالی کې به د سيلانۍ يوه غوره لاره وټاکل شي تر څو د موټرو په وسيله د هی لونګ جيانګ په ولايت او د روسيې په سرحدي ايالتونو کې د سيلانۍ چارو پرمختګ وهڅول شي.

لوبغاړي د موټرو چلولو په سيالۍ کې د ګډون په عين وخت کې د روسيې د ښکلۍ منظرې او د ځايي دودونو سيل او د روسيې د تاريخ او کلتور، ولسي عادتونو په هکله لا زيات مالومات تر لاسه کولي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستی ټينګولی شي. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د سيالۍ له لاری به د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدی سيمه کې د سيلانۍ چارو پرمختيا راپېدا شي او د سيلانۍ چارو د نوې لارې پرمختګ لپاره يو کلک بنسټ کيښودل شي. د روسيی د Amurskaya امورسکايا ايالت د موټرونو ټولنې يو مشر د سيالۍ د پيل په مراسمو کې لوبغاړيو ته خپله هيله څرګنده کړه او ويې ويل(اواز)

هېله ده چې په روسيه کې د ټولو لوبغاړو سفر ښه تير شي او د دوی په ذهنونو کې ښې خاظرې پاتې شي. هېله من هم يم چې په راتلونکی کې نور زيات لوبغاړي د موټرونو او يا د موټرسايکلونو په وسيله د سيلانۍ په دغه ډول سيالۍ کې ګډون وکړي.

د موټرونو کاروان او د هی لونګ جيانګ ولايت د موټرسايکلونو په وسيله د سپورټ ټولنې مشر لي يوان لونګ او په سيالۍ کې ټولو برخوالو لوبغاړيو د سيالی د پيل په مراسمو کې سوګند وخوړ چې د سيالۍ د ټاکلو مقرراتو له مخې په سيالۍ کې برخه ولري ، د روسانو د دودونو درناوي وکړي او له روسي لوبغاړو سره عادلانه سيالي وکړي څو چې سيالی په بريالۍ توګه سر ته ورسوي.

د هی لونګ جيانګ ولايت د سپورټی چارو ادارې مرستيال يانګ شياو مينګ وويل(اواز)

دغه سيالی يوه نوې ازموينه ده چې د موټر چلولو په سپورټ کې د دواړو هېوادونو د تګ راتګ لپاره به لارښوونکی رول ولوبوي. زه هېله لرم چې دغه سيالی د سپورټ په چارو کې د چين او روسيې تر منځ د تبادلې پل وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای