CRI Online

د فوټبال په لوبو کې نژاد پرستی نه شته

cri     (GMT+08:00) 2013-10-31 15:21:59

د نژاد پرستی د له منځه وړلو په موخه د دوربان اعلاميې او د عملياتو د لارښوونی سند په هکله د حکومتی کاری ډلو يوولسمه غونډه د اکتوبر په اوومه نېټه په ژنيو کې پرانيستل شوه. په همدې ورځ د م م د بشری حقونو چارو دفتر او د فوټبال نړيوالې ټولنې په ګډه د فوټبال او د نژاد پرستی تر عنوان لاندی ځانګړی فعاليت تر سره کړ او ټولې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې چې د فوټبال ډګرونو په دننه او بهر کې د هر ډول نژاد پرستی له منځه يووسي.

د دوربان اعلاميه او د عملياتو لارښوونکی سند د دوه زره لومړي کال په سپتمبر مياشت کې د جنوبی افريقا په دوربان کې د م م په اړه د نژاد پرستی پر ضد غونډه کې تصويب شوی او د ژنيو په کاری غونډه کې د دغې اعلاميې د عملی کيدو په هکله څارنه شوې ده. د غونډې په موده کې د ياد ځانګړې فعاليت تر سره کيدو موخه د نژاد پرستی مسلی ته د خلکو د پاملرنو راجلبول دي. د م م د سپورټی چارو پرمختګ او د سولې په اړه ځانګړی مشاور، د فرانسی د فوټبال مشهور لوبغاړي او د فوټبال د اروپايی ټولنې رييس ميچيل پلاتيني په غونډه کې ګډون درلود.

د دغه فعاليت د ځانګړې ميلمي په توګه ميچيل پلاتيني يوه وينا وکړه او دا نظر يې څرګند کړ چې فوټبال د يو مروج سپورټ په توګه د مختلفو خلکو تر منځ د زغمولو او يووالی ټينګښت لپاره ګټه لري. هغه وويل(اواز)

زه هميشه ويم چې فوټبال په نړۍ کې تر ټولو مروج سپورټ دی، خو له بدمرګه چې د فوټبال لوبو تر سره کولو په ترڅ کې تعصب، انديښنې او د باور کمزورتيا هم شته. فوټبال په لس ګورو زرو ځوانانو ته تاوده احاسات، خوب او هيلې رسوي او د فوټبال لوبی هم د هغې دندې پر غاړه لري چې هر تن د فوټبال لوبی تر سره کولای شي او د فوټبال لوبغاړيو ته بايد تعصب ورنه او درناوي ورکړي شي. د پنځو کلونو مخکې می تر دې عنوان لاندی يو فعاليت تنظيم کړی چې تعصب بايد د فوټبال له سپورټ څخه ليری شي.

که څه هم په سپورټی چارو کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ خنډونه نه شته، خو په دې ساحه کې تعصب لا هم ليدل کېږي. په دې وروستيو کلونو کې د فوټبال نړيوالې ټولنې په وار سره د نژاد پرستی پر ضد ورځ وټاکله، د نژاد پرستی پر ضد ګروپ يې جوړ کړ او د فوټبال د سياليو اصول يې تعديل کړی چې په سياليو کې د نژاد پرستی او د تعصب کولو عملونو ته د سزا ورکولو اندازه پياوړې شوې ده. د فوټبال لوبو د نړيوالې ټولنې د رييس مرستيال او د نژاد پرستی پر ضد د ګروپ مسول په همدې ورځ وويل (اواز)

د فوټبال لوبی تل د ټولنيز عادلت او د ملی يووالی پر اصول ټينګار شوی، خو ټولو ته د دغه اصول د خپريدو په بهير کې لا هم ډېر ستونزې شته چې د فوټبال په ټولنه له ريښتيا څخه ښکاري. د هرکلي وړ سپورټ په توګه د فوټبال په لوبو کې د نژاد پرستی ضد نړيوال ګروپ به د فوټبال ډګرونو په دننه او بهر کې د هر ډول د تعصب کولو عملونه له منځه يوسي.

د سپورټ د پرمختګ هڅونې او د سولې په اړه د م م سرمنشی ويلفريد ليمکي په وينا کې د فوټبال او د نژاد پرستی په هکله مالومات بيان کړل. هغه وويل (اواز)

اوس د فوټبال په لوبو کې د نژاد پرستی پديده د فوټبال مسله نه بلکی ټولنيزه مسله ده چې د خلکو، حکومت، ښوونځيو، کورنيو او د هستوګنځايونو په ځايونو کې ټول ليدل کېږي. اړوندې خواوې بايد خپلې دندې پر غاړه واخلي.

د فوټبال لوبی يو زغم ساتونکی سپورټ دی چې بايد پر يووالی او اتحاد ټينګار شي، نه يوازی د فوټبال په ميدانونو بلکی په ټولنو کې د فوټبال لوبی د تعصب کولو عملونو له منځه وړلو لپاره ځانګړی رول لوبولی شي.

ګرانو اوريدونکو، سلامونه او نيکې هيلې مو ومنئ! د موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې يو ځل بيا زه ډيوه د تاسو کوربه يم! د پروګرام په دغه کړۍ کې تاسو ته د ژوند په اړه اړوند مالومات خپره کړم او د مالوماتو په منځ کې به څو ښکلې پښتو سندرې هم وړاندی کړم، هېله ده چې د خپرونې تر پايه راسره ملګرتيا وکړئ!

زيات شمېر کسان په دې نظر دی چې په دايمی توګه ورزش کول ډېر مشکل دی. د بريتانيي د روغتيا او خيراتی کار سازمان د يو راپور په خپرولو سره وويل په هره اوونې کې د دوه نيم ساعاتو لپاره په مساعد ډول ورزش کيدل د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې دې.

درنو دوستانو، دومره پيچيلی سپورټ ته اړتيا نه شته. لکه په چټک سرعت د قدم وهلو، د باسيکل سپرلو په شمول دغشان سپورټ ټول په اغيزمنه توګه د روحيی فشارونو کميدای، د خوب کيفيت ښه والي شي او د روحيی ناروغی د اخته کيدو خطرونو ټيټيدای شي چې خلک به نوره روغتيا وساتي او عمر اوږد کړي.

په راپور کې ليکل شوي چې د سپورټ له لاری بدنی روزنه خلکو ته روغتيا رسولی شي او د ډېرو ناروغيو مخه نيوي کولای شي. د څارنې له مخې د ورزش کولو کموالی او د سيګريټ څکل د روغتيا لپاره تر ټولو سخت ګواښونه دي، نو د روغتيا ساتلو لپاره هرومرو زيات ورزش وکړئ! تاسی به له دې بهير څخه زياتې ګټې واخلئ!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای