CRI Online

په بيجينګ کې د پوهنتونونو تر منځ د لومړې دورې د نرم بيس بال چامپيشيپ پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-10-31 15:29:12

په بيجينګ کې د پوهنتونونو تر منځ د لومړې دورې د نرم بيس بال چامپيشيپ د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د بيجينګ د ابادی پوهنتون په سپورټی ډګر کې پرانيستل شو. دغه سيالی د بيجينګ د محصلينو د سپورټی چارو د ټولنې په اړه د بيس بال د څانګې له خوا مشری شوی. د بيجينګ پوهنتون، د چين د خپرونې پوهنتون، د بيجينګ د سيانس او انجنيری پوهنتون، د بيجينګ د ترافيکی چارو پوهنتون په ګډون د اتلسو پوهنتونونو د نرم بيس بال لوبډلو په سيالی کې ګډون کوي.

نرم بيس بال د شلمی پيړۍ وروشته د بيس بال له ورزش څخه بدل شوی چې د بيس بال په سپورټ کې د اتحاد او همکارۍ ځانګړتيا لري، خو د دغه سپورټ پيچيلی اصول اسان کړی او د بيس بال وهلو ستونزې کمې کړې. نو د نرم بيس بال لوبه په اسانه توګه زده کړه کيدای شي، خوندوره ده او د ورزش کولو اندازه هم دومره سخته نه ده چې د ټولو خلکو د بدنی روغتيا لپاره يو سپورټ ګڼل کېږي. د چين د سپورټی چارو عمومی ادارې د هاکي او بيس بال مرکز د بيس بال څانګې مشر يانګ شوی وويل(اواز)

ټولو ته مالومه ده چې بيس بال د انسانانو د هراړخيز پرمختګ لپاره ښه رول لوبوي چې نه يوازی د روغتيا بلکی د ذهني استعداد لپاره هم ګټه لري. نرم بيس بال يوه ځانګړتيا لري چې د سيالی اهميت ټيټ شوی او د لوبو تر سره کوونکو ځايونو په هکله لوړ معيارونه نه شته او په عادی سپورټی ډګرونو کې تر سره کيدای شي. نو خلک د نرم بيس بال په لوبو کې د ګډون ډېرې اسانتياوې لري. تر اوسه پوری دغه سپورټ په ټول هېواد کې د چټک پرمختګ په حال کې دي.

اوس د نرم بيس لوبی په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه د اروپا او امريکا په پرمختلليو هېوادونو کې ډېر تر سره کېږي. په امريکا کې د نرم بيس بال مسلکی، نيم مسلکی او غير مسلکی کچيو په لس ګونو زرو لوبډلې شته. دغه لوبه په چين کې هم د عادی خلکو د بدنی روغتيا په ترڅ کې ډېر تر سره کېږي. يانګ شوی وويل(اواز)

نرم بيس بال په وروستيو کلونو کې په چين کې ښه پرمختګ شوی دی او هر کال د نرم بيس بال سيالي او د روغتيا ساتلو لپاره د بيس بال فعاليتونه تر سره کېږي. په پوهنتونونو کې د نرم بيس بال سيالی او په بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو او د تايوان تنګی د دواړو غاړو تر منځ د نرم بيس بال سيالی هم تر سره کېږي. اوس دغه لوبه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې ليدل کېږي، نو که خلک غواړی چې په دغو لوبو کې ګډون وکړي، په شاو خوا فرصتونه پيدا کولای شي.

په وروستيو کلونو کې د نرم بيس بال سپورټ د چين په پوهنتونونو کې په تيره بيا ډېر پرمختګ شوی، لا زيات محصلين د دغه سپورټ سره علاقه پيدا کړې او پوهنتونونو هم د دغه سپورټ پرمختګ ته ډېره پاملرنه ورکړې ده. د بيجينګ د ابادی پوهنتون د ياد سيالی د مشری خوا په توګه په وروستيو کلونو کې په دې برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين د محصلينو د سپورټی چارو ټولنې د بيس بال څانګې د رييس مرستيال او د بيجينګ د ابادی پوهنتون د مشر مرستيال جانګ دا يوی وويل (اواز)

دغه سيالی زموږ په پوهنتون کې تر سره کوي چې زموږ لپاره ډېر وياړ و. روان کال زموږ په پوهنتون کې د يو پنځوسمې دورې د جمناستيک سپورټی لوبی تر سره شوی. د پوهنتون په هکله سپورټی چارې تل د مهم کار په توګه ګڼل کېږي، نو د لګښت او مالونو ضـمانت هم سپورټی چارو ته لومړيتوب ورکړل کېږي.

په بيجينګ کې د پوهنتونونو تر منځ د نرم بيس بال سيالی به هر کال تر سره کېږي چې په دې سپورټ کې د محصلينو د سيالی توان پياوړتيا لپاره به فعال رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای