CRI Online

د دوه زره څوارلسم کال لپاره د فوټبال د نړيوال کپ لومړۍ سيالی به د برازيل د ايتاکويرا په سپورټی ډګر کې پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2013-10-31 15:40:19

د دوه زره څوارلسم کال لپاره د فوټبال د نړيوال کپ مسابقه اوه مياشتې وروسته پيل کېږي، خو د دې سيالۍ لپاره دوولس سپورټی ډګرونه لا هم د جوړيدو په حال کې دي. د سپورټ نړۍ پروګرام په دغه کړۍ کې به د دغې سيالۍ د لومړۍ مسابقې د تر سره کيدونکی سپورټی ډګر سيل وکړو. د ايتاکويرا په سپورټی ډګر کې به د نړيوال کپ سيالی پرانيستونکي مراسم او لومړۍ مسابقه تر سره شي.

د ساو پاولو ښار په جنوبی امريکا کې تر ټولو لوی ښار دی چې ترافيکی ګڼه کوڼه ډيره سخته ده. د ايتاکويرا ډګر د دغه ښار په ختيځ ايتاکويرا سيمه کې پرته ده چې د ميترو سټيشن ته ډېرنژدی دی. اوس دغه ډګر د جوړېدو په حال کې دی چې د پروژې دوه نوی برخه بشپړه شوې ده. ددې پروژې عمومی انجنير فريديريکو وويل(اواز)

اوس په ډګر کې واښه پوره پوښل شوي او مسابقې پکې تر سره کيدای شي. دغه واښه له اروپا او امريکا څخه وارد شوي چې په ژمي کې کرل کيږي.

اوس عموما يو زره او پنځه سوه کارګران د ياد ډګر په جوړولو لګيا دي. اټکل کېږي چې د روان کال په پای کې د ايتاکويرا سپورټی ډګر په پوره توګه جوړ شي. ښاغلي فريديريکو وويل د چاپيريال ساتنه د ياد نړيوال کپ لپاره د دوولسو سپورټی ډګرونو جوړيدو په ترڅ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده . هغه وويل(اواز)

د سپورټی ډګر د جوړولو په پيل کې موږ د چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړه. د بېلګې په توګه ټول واښه او ونې ښه ساتل شوې، د وښو پوښلو په ترڅ کې د ټولو موادو جدی څارنه ترسره شوې او د اوبو د بيا کارونې سامانونه هم نصل شوي دي. نو زموږ سپورټی ډګر به داسی غوره ډګر وي چې د کمې انرژۍ ، لوړې اغيزې او د اوبو د بيا کارونې له غوښتنو سره سمون ولري.

د پلان له مخې د ايتاکويرا ډګر د جوړولو لپاره به څلور سوه او نهه سوه امريکايی ډالره ولګول شی او څه دپاسه شپږ سوه او پنځوس زره تنه نندارچيان به پکې ځاييږي . ددې ډګر ځانګړتيا څه ده ؟ ښاغلي فريديريکو داسی ځواب ورکړ (اواز)

دغه ډګر به لوړ کيفيت او ځانګړی ساختماني شکل ولري او يوازنی مستطيل ډګر دی او د فوټبال مينوالو ته به د ډېرې ارامتيا احساس ورسوي. د دغه ډګر ځانګړتيا دا ده چې د ډګر پر ختيځ بهرني ديوال باندی به په نړۍ کې تر ټولو لويه پرده نصل شي او د ډګر بام به هم په نړۍ کې د نورو سپورټی ډګرونو په پرتله لوی وي چې يو سلو اويا متره اوږدوالی لری او د ډګر په لويديځ کې به ښيښه يي ديوالونه جوړ شی چې مساحت به يې هم د نورو ډګر په نسبت لوی وي .

ويل کېږي چې د ايتاکويرا ډګر پروژه به پر وخت ترسره شي او په کار به ولويږي. خو د ساو پاولو ښار امنيتي کارونه ډېر خوشبين نه دي، اوس په دغه ښار کې د امنيتي کارونو د تضمين سرعت ډېر ورو دی. د فوټبال د نړيوال کپ د سياليو په موده کې په برازيل کې د مسابقو د کتلو لګښت هم ډېر لوړ دی، نو اټکل کېږي چې د سيالۍ په وخت کې نندارچيان په عمده توګه له برازيل، د جنوبی امريکا له سيمو او امريکا څخه راځي.

د خبر له مخې درې مليونه تنه نندارچيان به د برازيل د فوټبال د نړيوال کپ سياليو د کتلو لپاره برازيل ته لاړ شی او د پايلوبې د ټکټ بيه به له څلورو سوو او څلويښتو څخه تر نهو سوو او نويو امريکايی ډالرو پوری وی. د کوربه هېواد پرته په نورو هېوادونو او سيمو کې د نندارچيانو لپاره د ټکټونو بيې په دريو ډولو ويشل کېږي چې د پرانيستونکو مراسمو د ليدو ټکټ لوړه بيه به څلور سوه او پنځه نوي او ټيټه بيه دوه سوه او شل امريکايی ډالره وي، د ګروپي مسابقو د ټکټونو بيې به له نويو څخه تر يو سل او پنځه اوياوو امريکايی ډالرو پوری وټاکل شی .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای