CRI Online

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ولسي جرګه کې وستایل شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-07 19:56:42

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ولسي جرګه کې وستایل شوه

د ولسي جرګې غړو دکرکټ ملي لوب‌ډله د نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې له کبله وستایله.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي دغه مقام هېواد ته لويه لاس ته راوړنه وګڼله.

په غونډه کې د کرکټ لوبغاړو اومسولینو ته د یادې شوې جرګې لخوا ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.

ځینو وکیلانو ژمنه وکړه،چې کرکټ لوبغاړو سره به ځانګړې مرستې هم وکړي.

په ننګرهار کې د څلور ولاياتونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د کرکټ د انټر کلپ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولاياتو منتخبو لوبډلو برخه اخيستې ده.

په يادو سياليو کې که هرې لوبډلې اتلولي وګټله په راتلوونکي کې به د هېواد په کچه د زونونو په انټر کلپ سياليو کې برخه واخلي.

ددغو سياليو په لومړى لوبه کې کونړ لوبډلې نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې لومړى توپ وهنه کونړ لوبډلې وکړه ، چې ډيره تيزه لوبه يې پيل کړه، چې د څلور لوبغاړو په سوځېدو يې يوسلو دوه اتيا منډې جوړې کړې.

دغه هدف ته نورستان لوبډلې هم تيزه لوبه پيل کړه، خو په وار وار يې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې، نورستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوسلو نهه اويا منډې جوړې کړې او لوبه يې په درې منډو کونړ لوبډلې ته وه بایلله .

په کندهار کې د چيلنج کپ په سياليو کې اتحاد کرکټ لوبډلې اتلولي خپله کړه .

دا سیالۍ دوې میاشتي مخکي د کندهار ولایت د کرکټ د امریت لخوا د عینو مېني په ښارګوټي کي د همدې ولایت د کرکټ د شلو لوبډلو تر منځ پيل سوي وې چي پای لوبه د اتحاد او خپلواک لوبډلو تر منځ وسوه کرکټ د

د یادو سیالیو نیمه پای لوبي ته خپلواک، اتحاد، مومند او استقلال کرکټ لوبډلو لاره پیدا کړه چي استقلال لوبډلي د خپلواک سره او مومند لوبډلي د اتحاد سره لوبه وکړه چي په نتیجه کي یې د اتحاد او خپلواک کرکټ لوبډلو د ښه لوبي په کولو سره د یاد ټورنمینټ پای لوبي ته لاره و موندله.

په پاې لوبه کې اتحاد لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د بېټینګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکل سوو شلو اورونو کي یې سیالې لوبډلي ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه خو خپلواک لوبډله ونه توانېدل چي ټاکل سوی هدف پوره کړي، او د لوبي د اتلولۍ جام د اتحاد لوبډلي پورته کړۍ.

د ټورنيمنټ غوره لوبغاړي نذيراحمد وه چې په ټولو سياليو کې د ١٥ لوبغاړو په سوزولو سره ٣٩٩ منډې جوړې کړې وې .

هندوستان په بنګلور ښار کې د کرېکټ د يو ورځنۍ لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې استراليا ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه او د اوو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې وګټله

د اوومې لوبې ځانګړې خبره دا وه چې هندي توپ وهونکي روهت شرما د ۱۶ شپږيزو په وهلو ډبل سنچري او / ۲۰۹ منډې جوړې کړې

دا د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې يو لوبغاړی په يو ورځنۍ کريکټ لوبه کې ۱۶ شپږيږې وهي.

د لوبې پچه استراليا وګتله او هند ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه، چې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۳۸۳ منډې وکړې.

د دغه ستر هدف پوره کولو لپاره استرالیا تيزه لوبه پيل کړه، خو ټول لوبغاړي يې په ۴۶ اوور کې د ۳۲۶ منډو په کولو له لاسه ورکړل.

د استراليا له لوري فالکنر سليزه ووهله او ۱۱۶ منډې يې وکړې، چې د استراليا له لوري ښه وځلېده.

هندي بالرانو جديجا او شامي درې، درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

په دغه لوبه کې د روهيت شرما ۲۰۹ منډې په يو ورځنيو کريکټ لوبو کې دويم ځای لري.

تر دې وړاندې د هند ويرندر سهواګ د ويسټ انديز پر خلاف ۲۱۹ منډې کړې دي چې په يو ورځنۍ لوبه کې يو ريکارډ دی.

ـ

پاکستان د پنځو يو ورځنيو کرېکټ لوبو د لړۍ په دويمه یو ورځنۍ لوبه کې، د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې جنوبي افريقا ته په ۶۶ منډو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې جنوبي افريقا د دغې لړۍ په لومړنۍ لوبه کې پاکستان ته په يوې منډې ماتې ورکړې وه

د دويمې لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله، پخپله يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۲۰۹ منډې وکړې.

د پاکستان د لوبې پيل چندانې ښه نه و، او هغه وخت چې د منډو شمېر ايله څلور و، ناصر جمشېد د يوې منډې په کولو وسوځېد.

خو لوبه احمد شهزاد او محمد حفيظ کابو کړه، محمد شهزاد يوازنی پاکستانی بېټسمين و، چې پنځوسيزه يې ووهله.

د پاکستان له لوري محمد حفيظ او شاهد اپريدي ۲۶، ۲۶ او مصباح الحق ۲۵ منډې وکړې.

شاهد اپريدي د ۲۶ منډو ترڅنګ د جنوبي افريقا درې مهم لوبغاړي هم وسوځول او په دې توګه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو..


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای