CRI Online

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او دالمان د اودنبورګ کلپ ګول نيوونکى...

cri     (GMT+08:00) 2014-01-21 15:45:45

د افغانستان د كركټ نولس كلنه لوبډله د روان ميلادي كال د پنځوس اوريز نړيوال جام لوبو ته، چې په متحده عربي اماراتو كې ترسره كېږي، د تياريو او د اتو پنځوس اوريزو لوبو د ترسره كولو په هدف پاكستان ته تللې.د يادې لوبډلې مدير شېراغا همكار وويل، نولس كلنه لوبډله به درې لوبې د پاكستان له نولس كلنې ملي لوبډلې او پنځه نورې لوبې له ځايي لوبډلو سره ترسره كړي.د يادونې وړده، چې د پاکستان نولس كلنې لوبډلې څو ورځې وړاندې د اسيايي جام سياليو كې په ډېرې سختۍ سره د افغانستان نولس کلونو لوبغاړو ته په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه.سرچینه وایي د پاکستان د نولس کلنو ځوانانو سره ټولې ترسره کیدونکي سالۍ به په پاکستان کې د یوه ټلویزون له لورې خپرېږي خو سرچینې د دغه ټلویزون نوم نه دی اخستی .

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او دالمان د اودنبورګ کلپ ګول نيوونکى منصور فقيريار د ١٥ زرو رايو په اخيستو د المان د ٢٠١٣ کال د ورزشي پديدې په حيث وپېژندل شو. دا مطلب په هغه خبرپاڼه کې څرګند شوى، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا رسنیو ته را لېږل شوې . سرچينې ليکلي: دا رايه اخيستنه د شمال المان په نوم د يوې ورزشي ويبپاڼې له خوا شوې او منصور فقيريار ددې ويبپاڼې د کاروونکو څخه د ١٥ زرو رايو په اخيستو د مکس کروز، او مکسي ميليانو ارنولډ( دالمان د يو بونډسليګان ستوري) څخه په اوچت توپير مخکې شوى او د المان شمال د کال ورزشي پديدې جايزه يې خپله کړې ده. سرچينې زياته کړې، چې منصور فقيريار ١٥٠٣٨ رايې درلودې او له ده وروسته مکس کروز د مونشن ګلادباخ کلپ څخه په ٣٨٠٨رايو او مکسى ارنولوډ له ولفسبورګ ټيم څخه د ١٢٧١ رايو په اخيستو دويم او درېيم مقامونه ګټلي دي. د شمال المان د ورزشکارانو ويبپاڼې په خپل راپور کې د سوېلي اسيا په سياليو کې د تر ټولو غوره ګول نيوونکي په توګه منصور فقيريار خارق العاده ځلېدل او په نړيوالو سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لومړۍ اتلوالۍ د تر لاسه کولو په برخه کې د هغه کوښښ ستايلى دى.

انګلستان یو ورځنۍ سیالۍ هم په ستره ماته پیل کړې.

ددواړو انګلستان او اسټرالیا لوبډلو ترمینځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ په ملبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پکښې میلمه لوبډلې انګلستان په لومړي وار کولو سره یوځل بیا پښه وښویده خو دبیلینس په نوم یوه انګلستاني بیټیسمین خپلې لوبډلې ته بیلینس یا توازن ورکړ.

دبیلینس د 79 او ایون مورګن د 50 منډو په مټ انګلستان کوربه اسټرالیا ته د سیالۍ ګټلو په موخه د 270 منډو هدف وټاکه.

ددې هدف ترلاسه کولو په موخه له ټیسټ سیالیو څخه داسټرالیا ارادې او پښې کلکې وې چې دغې لوبډلې د خپل تکړه اوپنر بیټسمین ارون فینج د برید کوونکي سلیزې په مټ ټاکل شوې هدف دلوبې په 46 م اور کې د 4 لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ او اسټرالیا په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ستره بریا ترلاسه کړه.دلوبې غوره لوبغاړې ارون فینچ ونومول شوچې 121 منډې یی جوړې کړې وې.ټاکل شویده ددواړو لوبډلو ترمینځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه دجنورۍ په 17 مه نیټه په برسبین لوبغالي کې ترسره شي.

مهیلا جی وردهني نړیوال کرکټ ته په راستنیدو یوځل بیا خپل اهمیت ثابت کړ.

سریلانکا پاکستان ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې دیوې په زړه پورې لوبې وروسته په 9 ویکټو ماتې ورکړه.

سریلانکا په دوهمه ټیسټ لوبه کې کوربه پاکستانۍ لوبډله له سترې ماتې سره مخ کړه او په روانو ټیسټ لوبو کې یی 1-0 مخکیوالې ترلاسه کړ.

سریلانکا دسیالۍ په وروستۍ ورځ دپاکستان لخوا د 137 منډو هدف ترلاسه کړ چې سریلانکا داوپنرانو دنیمه سلیزې په مټ دلوبې په 47 م اور کې د 1 لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه کړ.

دلوبې غوره لوبغاړې مهیلا جی وردهني ونومول شو چې په لومړي وار یی 129 منډې جوړې کړې وې.

دریمه او وروستۍ ټیسټ لوبه به دجنورۍ په 16 مه نیټه په شارجه کې وشي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای