پسرلنی اختر د چينايانو لپاره ډېره معنی لري، چې نه يوازې مسافر له لېرې ځايونو څخه خپلو کورونو ته راستنيږي، بلکې له ټولو کورنيو غړو سره يوځای د ماښام ډوډۍخوړل، د نويو جامو اغوستل، د خپلوانو او دوستانو د حال احوال پوښتنه کول او دوی ته د اختر په وياړ مبارکي وړاندې کول، دغه راز يو بل فعاليت هم پکې شامل دی يعنې د هغې لويې هنري نندارې کتل دي چې د پسرلي اختر څخه يوه شپه مخکې د چين د مرکزي تلويزيون لخوا ترسره کيږي.
د چين مرکزي تلويزيون يعنې سي سي تي وي په ١٩٨٣ کال کې د پسرلني اختر د هرکلي په وياړ لومړۍ دوره هنري ننداره جوړه کړه، اوس د ډېرو کلونو راهيسې د دغې هنري نندارې کتل د چينايانو لپاره يو ستر فعاليت بلل کيږي.
راځئ چې د اس کال د هرکلي لپاره د سي سي ټي وي د لويې هنري نندارې ښکلي انځورونه وګورو!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |