د م م سرمنشي بانکي مون د م م په ويبپاڼه کې د يوې ويډيو له لارې چينايانو ته د پسرلني اختر په وياړ مبارکي وويله
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د اس کال په درشل کې د م م سرمنشي بانکي مون، د بريټانيې صدراعظم او د جنوبي افريقا د ولسمشر جاکوب زوما په شمول يو شمېر چارواکو په دې وروستيو ورځو کې په جلاجلا توګه چيني الاصله بهرنيانو او د چين خلکو ته د پسرلني اختر په وياړ مبارکۍ وړاندې کړې.
د جنورۍ په نهه ويشتمه نېټه د م م سرمنشي بانکي مون ، د بريټانيې صدراعظم ډاويډ کامرون په جلاجلا توګه د ويډيوګانو له لارې چينايانو ته د پسرلني اختر په وياړ مبارکۍ وړاندې کړې. د ډنمارک صدراعظمې هيلي تورنيګ سچميدت هم په همدې ورځ چيني الاصله ډنمارکيانو او د چين خلکو ته د پسرلني اختر په وياړ د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
برسيره پردې، د پورتګال صدراعظم، د يونان ولسمشر، د کرواتيا ولسمشر، د ليتوانيا صدراعظم ، د البانيا ولسمشر او د جنوبي افريقا ولسمشر هم په دې وروستيو ورځو کې په جلاجلا توګه چينايانو ته د پسرلني اختر په وياړ د مبارکۍ پيغامونه وليږل.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |