CRI Online

اټکل کېږي چې په تبت کې د هر تن په سر د جی دي پي اندازه له څلور زرو امريکايی ډالرو څخه اوښتې وي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-21 15:59:10
اټکل کېږي چې په تبت کې د هر تن په سر د جی دي پي اندازه له څلور زرو امريکايی ډالرو څخه اوښتې وي

د چين خبري اژانس د خبر له مخې: د تبت د خپلواکې سيمې جګ پوړی مامور د فېبرورۍ په ٢١مه نېټه وويل اټکل کېږي چې په ٢٠١٣ کال کې په تبت کې د هر تن په سر د جی دي پي اندازه له څلور زرو امريکايی ډالرو څخه هم اوښتې وي او يا هم اوسمهال د خلکو لګښت د توکو رانېولو په روحيې ساحه لګول کېږي.

د تبت د ادبي او هنری چارو په اړه د ګډې ټولنې پنځمه غونډه په همدې ورځ د تبت په مرکز لاسا کې تر سره شوه. د تبت د کمونست ګوند د کميټې د دايمی منشی مرستيال وو ينګ جي وويل له نړيوالو تجربو څخه څرګندېږي چې که د هر تن په سر د جی دي پي اندازه دری زرو امريکايی ډالرو ته ورسېږي، په روحيې او کلتوری ساحه کې به د خلکو لګښت لوړ شي او د توکيو اخيستلو انډول به ټيټ شي. نو په تبت کې د خلکو روحيې او کلتورې غوښتنې به په بېلا بېلو برخو، کچيو او ډولونو کې پياوړې شي. هغه وويل په تبت کې کلتوری او هنری کارکوونکي بايد نور ښه هنری پروګرامونه جوړ کړي او د بېلا بېلو قومونو خلک به له رنګا رنګ کلتوری فعاليتونو څخه خوند واخلي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای