CRI Online

چين به د انتقالي بهير د تېرېدو په هکله له افغانستان څخه ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-22 19:46:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې اوس له افغانستان څخه په سفر بوخت دی، د فېبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه وويل چې چين هيله لري له اړوندو خواوو سره نژدې همکاري وکړي تر څو د استانبول بهير د افغانستان مسلې په هکله د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه غونډه کې به عملي برياليتوبونه تر لاسه شي.

ښاغلي وانګ يي په همدې ورځ د افغان بهرنيو چارو له وزير اسماني سره خبرې اترې وکړې او د دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان او سيمه ييزو د اوضاعو او په هکله يې د نظريو تبادله وکړه. ښاغلي وانګ يي وويل چې د امريکا او ناټو د سرتيريو په وتلو او په دې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو په رارسېدو سره، افغانستان د سياست، امنيت او اقتصاد په درې واړې انتقالي بهير کې دی او په دې بهير کې يې له ننګونو او فرصتونو سره مخامخ دی. نو د استانبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو ياده غونډه ستر اهميت لري چې د روان کال د راتونکی اګست مياشتې په نهه ويشتمه نېټه به د چين په تيان جين ښار کې تر سره شي. چين هيله لري چې د دې غونډې په اثر د انتقالي بهير د تېرېدو په هکله له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره له اړوندو خواوو سره ګډ کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای