CRI Online

وانګ يي : چين هيله لري چې په افغانستان کې يووالي، ثبات او پرمختګ ژر عملي شي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-22 20:22:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فېبرورۍ په ٢٢ نېټه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير اوسماني سره تر کتنې وروسته خبريالانو ته وويل چې د چين د تګلارو موخه دا ده چې په افغانستان کې يووالي، ثبات او پرمختګ ژر عملي شي

وانګ يي وويل چې افغانستان د چين يو مهم ګاونډی دی او دغه هېواد په دې سيمه کې ځانګړې او سترې اغېزې لري.د افغانستان سوله او ثبات د چين د لوېديځو سيمو له امنيت سره تړاو لري.دغه راز چين له افغانستان سره دوستانه اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. هغه زياته کړه چې د افغانستان يووالی، ثبات او پرمختګ نه يوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګټور دی. چين به د افغانانو د دايمي ملګری او همکار په توګه د افغانستان د روغې جوړې او پرمختګ لپاره کوښښونو ته دوام ور کړي.(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای