CRI Online

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ ايي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-02-24 09:03:21

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په پلازمينه کابل کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ ايي سره وکتل.

وزير وانګ ايي لومړی د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې ولسمشر حامد کرزي ته رسولی او ويې ويل چې روان کال د افغانستان لپاره يو کليدي انتقالي کال دی .دی د خپلې ليدنې له لارې د چين هغه نيت څرګندوي چې چين له افغانستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له افغانستان سره د دوستۍ د ټينګولو تګلارې ته دوام ور کړي ، دغه راز چين په ټينګۍ سره د افغانستان د روغې جوړې او بيارغونې له بهير څخه ملاتړ کوي.هغه باور لري چې د افغان حکومت او خلکو په ګډو کوښښونو سره په دې هېواد کې هرو مرو ثبات او د روغې جوړې او بيارغونې په برخو کې نوی پرمختګونه وموندل شي.

ولسمشر حامد کرزي وويل چې له اوږدې مودې راهيسې افغانستان او چين عنعنوی دوستی لري او يو پر بل باور لري .په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې چټک پرمختګ موندلی دی،افغان حکومت او خلک ور څخه خوښي څرګندوي او دی ته ډېر ارزښت ور کوي.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای