CRI Online

د چين د چاپيريال ساتنې وزارت په ځينو ځايونو کې د سختې ککړتيا د منځه وړلو لپاره فعال تدبيرونه غوره کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-24 10:13:45
د چين د چاپيريال ساتنې وزارت په ځينو ځايونو کې د سختې ککړتيا حلولو لپاره فعال تدبيرونه غوره کوي

له دې امله چې د چين د بيجينګ، تيان جين ښارونو او هه بی ولايت په ګډون په ځينو ځايونو کې د فېبرورۍ په ٢٣مه نېټه سخته ککړه هوا رامنځته شوي، د چين د چاپيريال ساتنې وزارت اړوندو ځايونو ته دوولس پلټونکې ډلې ورليږلې څو چې د هوا له سختې ککړتيا سره د مقابلې او د هوا د لسو ماديزو مقرراتو نظارت وکړي . اړوندو ځايونو د موټرو د تګ راتګ د محدوديت په ګډون ځينی تدبيرونه غوره کړي او کوي يې.

د چاپيريال ساتنې وزارت اړوند مسول د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه وويل د چين په ځينو سيمو کې د هوا سخته ککړتيا رامنځته شوې او د بيجينګ، سی جيا جوانګ او باو دينګ په ګډون د بيجينګ، تيان جين او هه بی سيمې په ځينو ښارونو کې په پر له پسی ډول سره د هوا سخته ککړتيا رامنځته شوې. ياد وزارت د دغو سيمو له اړوندو څانګو سره يو ځای د سختې ککړتيا په هکله بيړني تدبيرونه غوره کړي او اوس يې بيړنۍ مقابلې وړاندوينه يې پيل کړه.

د خبر له مخې د چين په ځينو ځايونو کې د سختې ککړتيا عمده لاملونه دا دي: د ککړو توکيو د ايستلو اندازه لوړه شوې، د اقليمی شرايط د خرابوالي له امله ککړه هوا په وخت نشی تيت پرک کېدای  ، دغه راز د ژمي په موسم کې د سکرو سوځولو له امله هم هوا ککړه شوې ده .

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای