CRI Online

چين هيله لري چې په افغانستان کې يووالی، ثبات او پرمختګ وساتل شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-02-24 16:14:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د کابل په وخت د فېبرورۍ په دوه ويشتمې نېټې سهار کابل ته ورسېد او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ضرار احمد عثماني په بلنه يې له دغه هېواد څخه په يوه ورځنی رسمي سفر يې پيل وکړ. په همدې ورځ وزير وانګ يي په جلا جلا توګه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ضرار احمد عثماني، د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار رنګين دادفر سپنتا او د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان د اوضاع او د دې سيمې د حالاتو په شمول د يو لړ مسلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.

وزير وانګ يي له وزير عثماني سره له خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين هيله لري چې يو لاس، ثابت او پرمختللی افغانستان وګوري. ده وويل،

افغانستان د چين لپاره يو مهم ګاونډی هېواد دی او يو ځانګړی او مهم اغيزمن هېواد هم دی. د افغانستان سوله او ثبات نه يوازې د چين د لويديځي برخې په امنيت پورې، بلکې په سيمه ييزې سولې او پرمختګ پورې هم نژدې اړه لري. نو چين له افغانستان سره د ښه ګاونډي هېواد په اصولو ولاړو اړيکو ته په جدي سترګه ګوري او دا د چين تګلاره هم ده چې يو لاس، ثابت، پرمختللی او دوست هېواد افغانستان وګوري.

وزير وانګ يي وويل چې چين به د افغانستان د دايمي ګاونډي، دوست او همکار په حيث په پر له پسی توګه د افغانستان د روغې جوړې او سمسورتيا لپاره هڅه وکړي. چين غواړي د افغانستان په ګډون له اړوندو خواوو سره يو ځای د افغانستان مسلې په اړوند د وزيرانو په کچه د استامبول بهېر د څلورمې غونډې د برياليتوب لپاره نژدې همکاري وکړي چې د راتلونکي اګېست په نهه ويشتمه نېټه به د چين په تيان جين ښار کې تر سره شي. نوموړي وويل، چې د استنبول بهېر د افغانستان مسلې په اړه يوازنی نظام دی چې د دې سيمې د هېوادونو تر لارښوونې لاندې دی، او غړي هېوادونه يې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او افغانستان ته نژدی هېوادونه دي. داسې هېوادونه له افغانستان سره تاريخي او عنعنوي دوستۍ او ګډې ګټې لري او ګډ اميد هم لری چې په افغانستان کې دايمي سوله او ثبات وساتل شي. ده وويل، 

اوسمهال افغانستان د سياسي، تاريخي او اقتصادي انتقال په بهېر کې دی، په دې بهېر کې نه يوازې ننګونه، بلکې فرصت هم شته. نو په دې وخت کې د يادې شوې غونډې تر سره کېدل ډېر زيات اهميت لري. هيله لرم چې په دغه غونډه کې به برخوال ګډو نظريو ته ورسېږي او د انتقالي بهېر د پياوړتيا لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو په افغانستان کې رښتينې سوله او ثبات وساتل شي. باور لرو چې د افغانستان په شمول بېلا بېلې خواوې به د دغې غونډې د برياليتوب لپاره مؤثرې همکاري وکړي او د افغانستان خلک به ورڅخه ګټه واخلي.

تردې مخکې څرنګه چې افغانستان دا رد کړ چې د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي، نو له دې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يخې شوې دې. يو شمېر خبريالانو پوښتنه وکړه چې چين په دې اړه څه نظر لري؟ وزير وانګ يي وويل، چې چين د افغانستان د خلکو د انتخاب درناوی کوي. ده وويل،

بېلا بېلې خواوې دغه تړون ته پاملرنه کوي. زما ځواب دا دی چې چين د افغانستان د خلکو د انتخاب درناوی کوي. د دې ترڅنګ هيله لرو چې د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې به د افغانستان د خپلواکۍ، حاکميت، د خاورو د بشپړتيا او د دايمي سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره ګټورې وي او د دې ترڅنګ د دې سيمې د هېوادونو لخوا د پاملرنې وړ ټکو احترام هم وکړي.

له دې وروسته وزير وانګ يي په وار سره د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار رنګين دادفر سپنتا او له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړې. له سپاناتا سره د کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د ختيځ ترکيستان اسلامي غورځنګ په نوم د ترهګريزې ډلې پرضد د مبارزې، د امنيتي همکارۍ، د افغانستان د اوضاعو په شمول د ګډو علاقو وړ مسلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. له حامد کرزي سره د خبرو اترو په وخت کې وزير وانګ يي لومړی د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په استازيتوب حامد کرزي ته سلامونه او نيکې هيلې څرګندې کړې. هغه وويل، چې زما له دې سفر څخه څرګندېږي چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته په جدي سترګه ګوري او چين به په پر له پسی توګه د افغانستان د روغې جوړې له بهېر څخه ملاتړ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای