CRI Online

تېر کال په چين کې د باد په وسيله د بريښنا د توليد ظرفيت له ٧٧ مليونو کيلوواټو څخه اوښتی وه

cri     (GMT+08:00) 2014-02-25 18:22:31

د چين د مرکزي نيوز اژانس د خبر له مخې:د چين د انرژۍ ادارې د فېبرورۍ په ٢٥ نېټه خبر ورکړ چې په ٢٠١٣ کال کې په چين کې د باد په وسيله د بريښنا توليدي اندازه ١٤ مليونو ٤٩٠ زرو کيلوواټو ته رسېدلې وه او عمومي طرفيت يې له ٧٧ مليونو ١٦٠ زرو کيلوواټو څخه اوښتی وه.

د چين د انرژۍ ادارې د خبر له مخې، له ٢٠١٢ کال راهيسې په چين کې د باد په وسيله د بريښنا د توليد ظرفيت د امريکا په پرتله زيات دی او همدارنګه چين په نړۍ کې د باد په وسيله د بريښنا د توليد د لومړی لوی هېواد په توګه ګرځېدلی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای