CRI Online

چين د کورني فارم د پرمختيا ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-26 16:32:04

د چين د کرنې وزارت د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې چين به د فارم د ثبتولو ، د ځمکې د بدلولو او پولي کريډيت د ورکولو له لحاظه د کورني فارم ملاتړ وکړي . د کتونکو په اند له دې څخه څرګنديږي چې چين به په مناسب ډول د کولکتيفي کرنې د پرمختيا لپاره هڅه وکړي .

د کورني فارم د ابادۍ په اړوند په لارښوونکي وړانديز کې دا ليکل شوي چې کورني فارم د نوي ډول کرنيز يونټ په حيث د عصري کرنې د پرمختګ په برخه کې يوډول حياتي قوت ګرځېدلی او د دې فارم د پرمختګ په بهير کې دې د بزګرو مقام او رول ته هم زيات ارزښت ورکړل شی. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای