CRI Online

د چين د انرژۍ دولتي اداره به د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنټرول لپاره پنځه ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-26 21:31:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د انرژۍ دولتي ادارې د فېبرورۍ په شپږوېشتمه نېټه وويل چې د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنټرول لپاره به پنځه ګامونه پورته کړي.

لومړی، ژر تر ژره به د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنټرول لپاره د عملياتو پلان او اړوندې تګلارې جوړې شي. دوهم، په ٢٠١٤ کال کې به د طبيعي ګازو د مصرف او احتياج د برابرۍ لپاره کارونه تر سره شي. درېيم،د انرژۍ د تامينولو د اړوندو کارونو پرمختګ به چټک شي. څلورم، په بېجينګ،تيان جين ښارونو،هه بې،شان شي،شان دونګ ولايتونو او د هېواد په نورو ځايونو کې د سکارو استعمال به کم شي. پنځم، د ځينو پروژو ځانګړې څارونې به په ښه توګه تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای