CRI Online

چين به د چاپيريال او د خوراکونو او درملو د امنيت د خرابولو په اړه پلټنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-27 17:48:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د لويې ولسي څارنوالۍ يوه چارواکي وان چون د فېبرورۍ په ٢٧ نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په ٢٠١٤ کال کې به د چين لويه ولسي څارنوالي د چاپيريال سرچينو او د خوراکونو او درملو د امنيت د خرابولو په اړه ځانګړې پلټنه وکړي. دغه پلټنه به ٨ مياشتې دوام ولري.

د خبر له مخې، تېر کال د چين د څارنوالۍ ارګانونو په دې برخه کې٩٢٧٧ قضيې او ١٢ زره ٤٩٥ اړوند کسان نيولي دي چې د وړم کال په پرتله په جلا جلا توګه ٢٣ سلنه او ١٢ سلنه زيات شوي دي.ښاغلي وان چون وويل چې د څارنوالۍ ارګانونه به په عمده توګه په يوه موده کې د دغو قضيو په اړه قانوني اداره پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای