CRI Online

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې پلی کول د اصلاحاتو په کارونو کې مهمه برخه ده

cri     (GMT+08:00) 2014-02-28 21:21:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې سرمنشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د فېبرورۍ په اته وېشتمه نېټه ماسپښين د اصلاحاتو د ژوروالي په اړه د مرکزي کميټې د لارښوونکې ډلې د دوهمې غونډې مشری وکړه او پکې يې يوه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې د درېيمې عمومي غونډې له خوا د ټاکلي دندو د تر سره کېدو له وخت څخه اوه کاله پاتې کيږي، پلی کول بايد د اصلاحاتو په کارونو کې مهمه برخه بلل شي، بايد د دندو د پلي کولو لپاره رښتيني او ټينګ ګامونه پورته شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای