CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: په ٢٠١٣ کال کې چين د مالونو د سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ لومړی مقام ونيو.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-01 18:55:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د مارچ په لومړی نېټه خبر ورکړ چې د نړيوال سوداګرۍ سازمان د دارالانشاُ د ابتدايې شمېرنې له مخې په ٢٠١٣ کال کې چين د مالونو د سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ ډېر لوی هېواد ګرځېدلی دی.

د دغې شمېرنې له مخې، په ٢٠١٣ کال کې د چين د مالونو د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه ٤١٦٠ مليارډو امريکايې ډالرو ته رسېدلې چې له دې جملې څخه صادراتي او وارداتي اندازې په جلا جلا توګه ٢٢١٠ مليارډو او ١٩٥٠ مليارډو امريکايې ډالرو ته رسېدلی دی. مخکې تردې امريکا په پر له پسی څو کلونو کې په دې برخه کې د نړۍ لومړی مقام ونيو. د امريکا د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په ٢٠١٣ کال کې د امريکا د مالونو د سوداګرۍ عمومي حجم ٣٩١٠ مليارډو امريکايې ډالرو ته ورسېد.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای