CRI Online

د تيان ګونګ دوهم نمبر فضايی ازمويښتی مرکز به په ٢٠١٥ کال کې وتوغول شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-02 12:29:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين به د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې د تيان ګونګ دوهم نمبر په نوم فضايی ازمويښتی مرکز وتوغوي او په دې نسبت د خوځنده مواد د برابرولو په شمول يو لړ کليدي تخنيک به په لاس کې ونيسي او په ليری فضا کې به استعمال کړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کانګرس غړي او د چين د انسان وړونکی فضايی پروژې عمومي ډيزانير جو جيان پينګ د مارچ په دوهمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين د انسان وړونکی فضايې پروژې د پلان له مخې، چين به د ٢٠٢٠ کال په شاوخوا وخت کې په ليری فضا کې خپل مرکز جوړ کړي او د تيان ګونګ دوهم نمبر په نوم فضايی ازمويښتی مرکز به وتوغي چې موخه يې دا ده چې يو رسمي فضايی ازمويښتي سيستم به جوړ شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای