CRI Online

د چين د دوو غونډو استازي: ترهګر د چيني ملت دښمان دی

cri     (GMT+08:00) 2014-03-02 16:19:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوو مجلسونو د کلنی غونډو د تازه پيل په وخت دی چې د مارچ په لومړې نېټه شپه د کون مينګ ښار د اوګاډي په سټيشن کې د سخت ترهګر بريد له امله ٢٩ تنه وژل شوي دي. په يادو دوو غونډو کې استازي او غړي په کلکه توګه پر دغې پېښې سخته نيوکه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې ترهګر د چيني ملت عمومي دښمان دی، دغه شان زور او ترهګر کړه وړه د بشرۍ نيک خويې ته زيان رسوي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي او د شينجيانګ د کرهنيزو چارو پوهنتون ښوونکي بواجن عبدالله وويل، چې په تېره لنډه موده کې د ترهګرۍ، بېلتون غوښتونکو او افراطيتو په شمول دريو ځواکونو په شينجيانګ کې يو لړ ترهګرې پېښې کړې دي. هغه د يو ښوونکي په توګه مسؤليت لري چې په ښه توګه زده کوونکي ته معلومات ورکړي، ترڅو دوی په ښکاره توګه د ترهګرانو بڼه معلومه کړي او بېلتون غوښتونکي سرچينه له منځه يووړل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای