CRI Online

نړيواله ټولنه د چين د سياسي او اقتصادي نظام  جوړول ستايي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-03 14:58:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې موقع کې چې د چين د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس دوه غونډې به پرانيستل شي، نو د نړيوالې ټولنې  ډېرې پاملرنې يې جلب کړې دي. ځينو بهرنيو مامورينو او کارپوهانو وويل چې چين د خپلو حالاتو سره سم د پرمختګ لار ولټوله او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

د هسپانيې د ريی جون کارلوس پوهنتون د چين په هکله د څېړنيز مرکز سرمنشي فيلپ ډيبسا وويل د ځينو کسانو په اند، د چين نظام له نويو مسلو څخه نه شي وتلی او نوې اړتياوې نه شي پوره کولی، خو دا واقعيت دی چې د چين سياسي او اقتصادي نظام له زمانې سره يو ځای پرمخ لاړ دی. د چين د ځانګړي سوسياليستي نظام وړتياوې په چين کې د پرمختګ په برياليتوبونو کې ښکار شوې دي.

په چين کې د نړيوال بانک پخواني لومړي استازي پيتير بوټيلير وويل د چين کمونست ګوند د هېواد د اقتصادي پرمختګ په بهير کې مهم رول لوبولی او په دې ترڅ کې يې د اصلاحاتو د  اړتياوو د پوره کولو نيت او توان هم ښکار کړی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای