CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنی غونډه په بيجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-03-03 15:55:40
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنی غونډه په بيجينګ کې پرانيستل شوه

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې ملي کميټې کلنی غونډه د روانې مياشتې د ٣ نيټې په ماسپښين په بيجينګ کې په ولسي تالار کې پرانيستل شوه چې د شي جين پينګ او لي که چيانګ په ګډون د هېواد مشرانو په پرانيستونکو مراسو کې ګډون درلود.

ګډون کوونکو له هر څه نه مخکې د روانې مياشتې په ١ نېټه د يون نان ولايت د کون مينګ ښار د اورګاډۍ په تم ځای کې د ترهګريزې پېښې له امله وژل شويو کسانو ته چوپتيا وکړه.

دغه غونډه به د ١٢ نيټې په سهار پای ته ورسيږي او څه دپاسه ٢١٠٠ تنه غړي به د چين د سياست او اقتصاد د مهمو مسئلو په اړه مشورې وکړي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای