CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډه پيل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2014-03-03 16:56:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې کلنۍ غونډه د مارچ په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د دغه کنفرانس مشر يو جنګ شنګ وويل، چې په ٢٠١٤ کال کې به دغه کنفرانس په مثبته توګه د هېواد د اصلاحاتو د پياوړتيا لپاره وړانديزونه وړاندې کړي او د اصلاحاتو او نوښت پر رڼا کې به د خپل کاري توان د لوړتيا لپاره هڅه وکړي.

دا د دغه نفرانس د ماموريت په پنځه کلن موده کې دوهمه کلنې غونډه ده. د شي جين پينګ او لي که چيانګ په شمول د هېواد مشرانو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. برخوالو لومړی د کون مينګ ښار د اورګاډي په سټيشن کې د ترهګريز بريد له امله مړه شويو کسانو ته د درناوي کولو په هکله د چوپتيا مراسم تر سره کړل.

ښاغلي يو جنګ شنګ د دغه کنفرانس د ملي کميټې په کاري راپور کې وويل چې په تېر کال کې دغه کنفرانس په ښه توګه د بېلا بېلو خواوو د اړيکو د منځګړيتوب، د قوتونو د راغونډولو، د وړانديزونو د وړاندې کولو او عمومي حالاتو ته د خدمت ورکولو لپاره مهم رول لوبولی دی او د دې دورې د ملي کميټې کارونه ښه پيل شوي وو. په ٢٠١٤ کال کې به دغه کنفرانس په مثبته توګه د هېواد د اصلاحاتي تګلارې د طرحولو او پلی کولو لپاره وړانديز وکړي او په جدي توګه به څيړنه وکړي، ډيموکراتيکه څارنه به وکړي او په ٢٠١٤ کال کې به د کاري پلان د تطبيقولو لپاره هم هڅه وکړي.

د معلوماتو له مخې، دغه غونډه به د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه سهار پای ته ورسېږي. له ٢١٠٠ تنو نه زيات غړي به په دې موده کې د دغه کنفرانس د ملي کميټې کاري راپور، د پريکړه ليکونو د وړاندی کولو راپور، د حکومت کاري راپور، د سترې محکمې کاري راپور او د لويې ولسي څارنوالۍ کاري راپور واوري او د چين د سياست، اقتصاد، ټولنې او ژوند په هره ساحه کې به خپل وړانديزونه وړاندې کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای